د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر: له امریکا سره هېڅ ستونزه نلرو 

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي‌ او د امریکا له متحدو ایالتونو سره هم کومه ستونزه نلري.

د طالبانو ډلې په تېرو شلو کلونو کې د امریکا په مشرۍ له ایتلافي ځواکونو او افغان حکومت سره وجنګېدلې.

ښاغلي متقي له اسوشیتډپرس سره، تېره ورځ ډسمبر۱۲ (لیندۍ۲۱) په یوې مرکې کې له امریکا څخه وغوښتل چې د افغانستان ګنګل شوې شتمنۍ پرېږدي.

امریکا د اګست په ۱۵مه کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د افغانستان څه باندې نهه میلیارد ډالر شتمنۍ ګنګل کړې.

تېره میاشت د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټامس ویسټ ویلي وو چې طالبانو ته یې له مخکې دا خبره واضحه کړې وه که له نظامي لارې یې واک ترلاسه کړ، له افغانستان سره به مهمې بشري مرستې بندې شي.

خو د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي: «په افغانستان باندې بندیزونه به هېڅ ګټه ونکړي. د افغانستان بې ثباته کول او د یو کمزوري حکومت لرل د هېچا په ګټه نه دي.»

هغه همدغه راز وویل چې د طالبانو حکومت د ښځو او نجونو کار او تعلیم ته ژمن دي. هغه له میلیونونو اړمنو افغانانو سره د مرستې لپاره د نړۍ «د رحم او شفقت» غوښتنه هم وکړه.

د ښځو کار او تعلیم

کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د هلکانو ښوونځي پرانیستل شول خو د نجونو لیسې وتړل شوې. طالبانو تر دې دمه یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته د تعلیم اجازه ورکړې ده.

د طالبانو حکومت همدغه راز د ملکي ادارو ښځینه کارکوونکو ته ویلي چې په کورونو کې پاتې شي، دا هغه څه وو چې د ډېرو هېوادونو عکس العمل یې راوپاروه.

سره له دې چې امیر خان متقي وايي طالبان بدل شوي او له افغانانو او نړۍ سره په تعامل کې هم فرق راغلی، خو حکومت یې همدا اوس د افغانستان په څلورو ولایتونو کې په رسنیو کې د ښځو په غږ او موسیقۍ بندیز لګولی دی.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي دي چې طالبانو په بلخ، جوزجان، تخار او غور کې دا کار کړی او د رسنیو فعالیتونه محدود کړي دي.

امیر خان متقي دا ادعا هم کړې چې په لسو ولایتونو کې نجونې لېسو ته ځي، خصوصي پوهنتونو پرانیستي دي‌ او په روغتیايي ادارو کې ښځې په خپلو کارونو بوختې دي.

غچ اخیستل

سره له دې چې د بشري حقونو سازمانونو په خپلو راپورونو کې ویلي دي چې طالبانو د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو او سیمو کې د مخکني حکومت سرتېري او کارکوونکي وژلي دي، خو ښاغلی متقي ادعا کوي چې ډلې یې «عمومي بخښنه» کړې، دغه حکم ته ژمن دي او هېڅکله به خپل مخالفان ونه وژني.

د بشري حقونو د څار ډلې د سپتمبر په ۳۰وویل چې طالبانو د افغانستان په څلورو ولایتونو کې د مخکني حکومت لږ تر لږه ۱۰۰سرتېري او کارکوونکي وژلي او یا تري تم کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دې اړه وویل چې په ۲۰۰۱کې د طالبانو د نظام له نسکورېدو وروسته د افغانستان مخکني حکومت سلګونه طالب جنګیالي په انتقامي بریدونو کې ووژل او زرګونه نور یې تېښتې ته اړ کړل.

نوموړي دا ادعا هم وکړه چې له افغانستان څخه د افغانانو تېښته د طالبانو له ډاره نه، بلکې د هغه په خبره د لوږې او فقر له ویرې او د ښه ژوند په نیت ده.

خو ښاغلي متقي ومنله چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته ځینې تېروتنې وکړې او د اصلاح لپاره به یې کار وکړي خو د دغو «تېروتنو» په اړه یې معلومات ورنکړل.

د القاعدې رشد

د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینت مکنزي تېره اونۍ وویل چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په هغه هېواد کې د القاعده ډلې رشد کړی دی.

نوموړي همدغه راز ویلي‌ دي چې هره ورځ بهرني جنګیالي افغانستان ته ځي چې له القاعدې سره یو ځای شي.

خو امیر خان متقي دا «تورونه بې اساسه»‌ وګڼل او وویل چې طالبانو له ترهګرۍ سره په مبارزې او دغې ډلې ته په پناه نه ورکولو کې خپلې ژمنې عملي کړي دي.

هغه وویل که ښاغلی مکنزي په دې اړه اسناد او شواهد لري، وړاندې دې کړي.

د طالبانو له راتګ وروسته همدغه راز په افغانستان کې د داعش-خراسان ډلې هم فعالیت ډیر کړی او د ځینو خونړیو بریدونو، چې سلګونه کسان په کې وژل شوي او ژوبل شوي، مسولیت یې هم منلی دی.

خو ښاغلی متقي وايي چې حکومت یې په دغې ډلې باندې لاسبری دی. دی وايي داسې نه برېښي چې طالبان دې په دغې جګړې کې له امریکا څخه د مرستې غوښتنه وکړي، خو هغه هیله وښوده چې امریکا شواهدو ته په کتو د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله کړي.