د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د هند د ممبۍ په ښار کې د افغانستان قونسلګري په دغه هیواد کې میشتو هغو افغانانو ته چې د نوو پاسپورټونو ترلاسه کولو ته اړتیا لري سر د دوشنبې د ورځې نومبر۱۱ ( لړم ۲۱) د پاسپورټونو د ویشلو بهیر پیلوي.
دغه وزارت د ممبۍ په ښار کې د افغانستان د قونسلګرۍ له خوا د ایکس په پاڼه په خپره شوې اطلاعیه کې نور جزیات ورکړل شوي نه دي.
تیره اونۍ د افغانستان لپاره د هند د ځانګړي استازي جی پي سنګ په مشرۍ یو پلاوي کابل ته د خپل سفر پرمهال د طالبانو حکومت د دفاع او بهرنیو چارو د وزارتونو سرپرستانو سره د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په پراخیدو خبرې کړي دي.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت د نومبر شپږم (لړم ۱۶) په یوه اعلامیه کې ویلي ددغه وزارت د سرپرست او د هندي پلاوي د مشر سره په دې کتنه کې د دواړخیزو اړیکو په ځانګړي ډول د بشرپاله مرستو په برخه کې د همکارۍ د پراخیدو په لارو چارې خبرې کړي دي.
د هند د بهرینو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال خبریالانو ته ویلي چې د طالبانو د حکومت د چارواکو سره د هندي پلاوي د خبرو اصلي موضوع افغانستان کې د بشري مرستو اړوند مسایل وو.
خو ځینو هندي رسنیو په ورکړو راپورونو کې ویلي چې هند حکومت د طالبانو د حکومت په هغه وړاندیز غور کوي چې په کې د هند په ممبۍ ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ کې د طالبانو د دپلوماتانو د منلو غوښتنه شوې ده. په خپله نه د طالبانو حکومت او نه هم د هند حکومت دغه وړاندیز نه تائید کړی او نه هم رد کړی دی.
هند د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په کابل کې د نورو یو شمیر هیوادونو په څیر خپل سفارت تړلی و، چې د ۲۰۲۲ کال د جون په میاشت کې یې بیرته پرانیستی دی، خو د طالبانو حکومت یې لا په رسمیت نه دی پیژندلی.
په هند کې د افغانستان د پخواني سفیر فرید مموزي له خوا د ۲۰۲۳ کال د نومبر په وروستۍ اونۍ کې په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفارت د تړلو او د هند بهرنیو چارو وزارت ته ددغه سفارت د ودانۍ د کیلي د سپارلو وروسته په دغه هیواد کې د ممبۍ په ښار کې د افغانستان قونسلګرۍ فعالیت ته دوام ورکړی و.
د افغانستان د سفارت د تړلو پرمهال دغه سفارت د ایکس په پاڼه د نومبر۲۴ (لیندۍ درییمه) په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې دا پریکړه د روان ۲۰۲۳ کال د سپټمبر د ۳۰ ورځې د لنډې مودې لپاره د سفارت د تړلو د اقدام په تعقیب شوې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي ووچې دافغانستان د جمهوري رژیم دپلوماتان دافغانستان د استازولي یوازې د هند حکومت ته سپارلې ده او اوس دا د هند د حکومت پورې اړه لري چې ددغه ماموریت د راتلونکی په اړه پریکړه وکړي، چې ایا سفارت تړلی ساتي او یا د طالبانو د حکومت دپلوماتانو ته د سفارت د سپارلو په کډون کوم بل انتخاب په پام کې نیسي".
د دې پریکړې وروسته د هند د حیدراباد ښار کې د افغانستان جنرال قونسل سید محمد ابراهیم خیل وویل چې د هند د بهرنیو چارو وزارت په غوښتنه یې په نوي ډهلي کې د افغانستان د سفارت د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو بهیر بیرته پیل کړي دي.