طالبانو ارزګان کې ۲۸ تسلیم شوي پولیس وژلي ـ چارواکي

عکس ( ارشیف)

د ارزګان ولایتي مقامات ادعا کوي چې وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې ۲۸ تسلیم شوي پوليس وژلي دي.

دوی وايي چې د وژل شويو پوليسو جسدونه تيره شپه د ولسي مشرانو په منځګړتوب حکومتي مسئولینو تر لاسه کړي او نن سهار يې خاورو ته سپارلي دي.

د ارزګان د والي ویاند زړګي عبادي نن پنجشنبه سپټمبر ۲۴ (تلې درېیمه) امریکا غږ ته وويل چې دغه ۲۸ سرتیري په ګیزاب ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو ته تسلیم شوی وو چي هغوی تر تسلیمي وروسته وژلي دي.

ګیزاب ولسوالي له تیرو ۲ اونیو راهیسې د وسله والو طالبانو تر محاصرې لاندي ده چې لاهم د ولسوالۍ په مرکز کې د مېشتو افغان قواو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړې دوام لري.

ښاغلي عبادي زیاته کړه: «وسله والو طالبانو په ګیزاب ولسوالۍ کې مېشتو یو شمېر پوليسو سره ژمنه کړې وه چي که ورته تسلیم شي نو وسلې او امکانات به يې ورڅخه اخلي او دوی به روغ رمټ تر خپلو کورونو پوري ستانه کړي، خو وسله وال طالبان پر خپله ژمنه باندي ونه درېدل او ټول ۲۸ تسلیم شوي پوليس يې وژلي او جسدونه يې ولسي مشرانو تیره شپه د ولسوالۍ مرکز ته انتقال کړي).

د ګیزاب ولسوالي د ارزګان په ختیځ کې له دایکندي ولایت سره په سرحد کې پرته ده چې مخابراتي شبکې پکښې فعالیت نلري او د وروستي حال په اړه له خپلواکو منابعو سره اړیکي نه نیول کیږي.

په ورته وخت کې د ارزګان ولایتي مقامات په یاده ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو شدیدي جګړې مني او زیاته وي چي یو شمېر امنیتي پوستو د ولسوالۍ د مرکز د دفاع په موخه تکتیکي شاتګ کړی.

وسله والو طالبانو هم رسنیو ته د ګیزاب د جګړو تائید کړی خو ويلي يې دي چي ګڼ شمېر امنيتي سرتیري په مخامخ جګړو کې وژل شوي.

په ورته وخت کې د جنوبي ولایتونو د امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي، د دفاع وزارت لوی درستیز جنرال محمد یاسین ضیا او په افغانستان کې د نړیوالو قواو عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر د پوځ او پوليسو له مقاماتو سره په کندهار کې لیدنه کړې.

که څه هم د دې لیدنې بشپړه جزئیات له رسنیو سره نه دي شریک شوي خو د کندهار مطبوعاتي دفتر په یوه اعلامیه کې وايي چې تیره ورځ ناوخته د کندهار په هوايي ډګر کې یادو مقاماتو د کندهار له ځايي مسئولینو سره لیدلي او پر امنیتي وضعیت يې ورسره خبري کړي.

په ټوله کې د جنوبي ولایتونو اوسیدونکي د جګړو له شدت څخه اندېښمن دي او له امنیتي مقاماتو څخه د امنیت د ټينګښت غوښتنه لري.