طالبانو په کابل کې د داعش ډلې د یو ’مهم ‘ قوماندان د وژل کیدو خبر ورکړی

د طالبانو حکومت د کابل په بګرامیو ولسوالۍ کې د یوسف په نوم د داعش ډلې د یو «مهم » قوماندان د وژل کېدو او د محمد اغا په نوم ددغه ډلې د یو بل «مهم غړي» د نیولو ادعا کړې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه عملیات پرون یکشنبه جون ۱۲ (غبرګولې ۲۲) ناوخته په بګرامیو کې د داعش پر پټنځای تر سره شوي دي.

ښاغلي مجاهد ویلي چې دغو کسانو په کابل ښار او ځینو ولایتونو کې په جوماتونو، خانقاو او د برښنا پر پایو په بریدونو کې لاس درلود.

نوموړي زیاته کړې: "دا د خوارجو د هغه ګروپ مهم کسان وو چې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې یې په مساجدو، خانقاو او د برق په پايو بريدونه وکړل. له ژمنې سره سم د دوی په ضد پراخ عمليات وشول، چې ډير مهم او کليدي کسان یې وژل او نیول شوي دي."

طالبان پر داسې مهال په بګرامیو ولسوالۍ کې د داعش پر پټنځای د عملیاتو خبر ورکوي چې وړمه ورځ یادې ولسوالۍ ته څېرمه په ارزان قیمت سیمه کې پر یو لیني موټر چاودنه کې څلور کسان ووژل شول او یو شمېر نور ټپیان شول.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د شنبې په ورځ د افغانستان د تخار ولایت مرکز تالقان کې هم د داعش د اتو غړو د وژل کېدو خبر ورکړی و، خو د مقاومت جبهې ویلي و چې یاده قضیه له داعش سره تړاو نه درلود.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته، د کابل، کندز، بلخ، ننګرهار او کندهار په ګډون د افغانستان یو شمیر ولایتونه د مرګونو بریدونو شاهد وو چې له امله یې په سلګونو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اکثرو دغو بریدونو مسولیت چې په جوماتونو، ښوونځیو او سړکونو کې شوي د داعش خراسان څانګې پر غاړه اخیستی دی.

داعش ډلې تر دا مهاله د کابل بګرامیو کې د طالبانو په عملیاتو کې د خپل قوماندان د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.