غني: هیله لرو یوه اونۍ کې بین الافغاني مذاکرات پیل شي

ولسمشر غنی وايي طالبانو په څو میاشتو کې زرګونه ولسي خلک او امنیتي ځواکونه وژلي

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف وايي چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر به ژر بشپړ شي.

ښاغلي‌ غني هیله وښوده چې له دغه اقدام وروسته به په یوه اونۍ کې بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې خبرو ته کیني څو هر اړخیزې او دایمي‌ سولې ته لار پرانیستل شي.

د ښاغلي‌ غني‌ له دغه اعلان وروسته طالبانو په اختر کې اوربند اعلان کړ.

د جمهور رئیس غني په وینا، طالبانو په قطر کې له امریکا سره د سولې له تړون وروسته ۳۵۶۰ افغان امنیتي‌ او دفاعي ځواکونه وژلي او ۶۷۸۱ نور یې ژوبل کړي دي.

هغه د سه شنبې په ورځ جولای ۲۸مه (زمري۷مه) په کابل کې وویل چې یو شمېر افغان سرتېري تري تم شوي دي.

ولسمشر غني وویل چې د طالبانو په بریدونو کې ۳۰۳۷ ملکیان هم وژل شوي دي.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال سکاټ مېلر وايي چې په افغانستان کې «تاوتریخوالی» له حده زیات دی.

تېره ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر وویل چې په وروستیو نښتو کې ۱۲۸۲ افغانان وژل شوي او ۲۱۷۶تنه نور ټپیان شوي دي.

مېلر د ملکیانو د مرګ ژوبلې د کمولو یوازینۍ لار د جګړې او تاوتریخوالي کمېدل بولي.

د مېلر په وینا: "تاوتریخوالی باید کم شي چې تلپاتې سولې ته لاره برابره شي."

ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، د اسلامي‌ هېوادونو کنفرانس، ناټو او نورو سازمانونو په افغانستان کې د تاوتریخوالي‌ د کمولو غږ کړی او له ټولو خواوو څخه یې غوښتي چې د سولې خبرې پیل کړي.