طالبان: په جبري ډول د افغان کډوالو ستنول افغانستان کې مرستې رسونې بهیر باندې اغېز کوي

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت سرپرست افغانستان کې د چین سفیر څخه ستنیدونکو افغان کډوالو سره ددغه هیواد د مرستو څخه مننه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت سرپرست په کابل کې د چین د سفیر سره په کتنه کې په افغانستان کې د مرستې رسولو په بهیر باندې ددغه هیواد د ځینو ګاونډیو هیوادونو څخه په جبري ډول د افغان کډوالو د ستنولو د بهیر پر اغیزو خبرې کړي دي.

دغه وزارت د چهارشنبې د ورځې ناوخته فبرورۍ۲۶ (کب اتم) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغه کتنه کې د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د سرپرست مولوي عبدالکبیر او افغانستان کې د چین د سفیر ژاو شینګ ستنیدونکو افغان کډوالو سره د چین په مرستو هم خبرې کړي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "مولوي عبدالکبیر په کابل کې د چین سفیر ته ښه راغلاست وویل، او زیاته یې کړه چې له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه د افغان کډوالو را ایستل په کور دننه د مرستو پر رسونې اغېز کړی دی".

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ مولوي عبدالکبیر ته افغانستان سره د خپل هیواد د اقتصادي مرستو ډاډ ورکړی او ویلي دي چې د چین حکومت افغان کډوالو ته د ښارګوټو د آبادولو په برخه کې مرستې ته چمتو دی او پلان لري چې په افغانستان کې یو شمېر کورونه کډوالو ته ورغوي.

د طالبانو د حکومت د کډوالو او ستنیدونکو چارو وزیر افغانستان ته په جبري ډول د ستنیدونکو افغان کډوالو د ستنیدو د اغیزو په اړه نور جزېیات نه دي ورکړي.

د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو له ډلې ایران او پاکستان د تیرو څه باندې دوو کلنو راهیسې په ډله ییز ډول له خپلو هیوادونو د افغان کډوالو ایستلو ته دوام ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د یو راپور له مخې د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ د میاشتې څخه د ډسمبر تر میاشتې یوازې د ایران څخه ۱.۲ میلیونه افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي، چې ددغه شمیر ۶۷ فیصده یې په جبري ډول افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

دغه سازمان ویلي چې ددغه شمیر ستنو شویو افغان کډوالو له ډلې یې یوازې ۳۲۴ زرو کسانو ته چې په کې ۲۴۷۰۰ کسانو ته تحصصي ملاتړ په ګډون مرستې برابرې شوي دي.

همداشان پاکستان د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په میاشت کې ددغه هیواد څخه د قانوني اسنادو نلرونکو بهرنیو وګړو د شړلو پریکړه کړې وه چې له مخې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د یو راپور پراساس د ۲۰۲۵ کال تر لومړیو ورځو له دغه هیواد څخه افغانستان ته ۸۲۵ زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي دي.

د ۲۰۲۵ کال د پیل راهیسې له پاکستان څخه هم یو ځل بیا د افغان کډوالو د ستنیدو بهیر چټک شوی دی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي افغان کډوالو ته د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر تر ٣١ په اسلام اباد کې د اوسېدو لپاره د اجازتنامې شرط ایښي وو، خو د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ پر لومړۍ نېټه پوليسو نه یوازې د دوی په نيولو لاس پورې کړ بلکې افغانستان ته یې د هغوی د ستنولو لړۍ هم چټکه کړه.

ددې سربیره د پاکستان حکومت پریکړه کړې چې له دغه هیواد څخه ټول افغان کډوالو په څو پړاونو کې وباسي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت د فبرورۍ ۱۹ (کب اول) په یوه اعلامیه کې وویل چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ورته له دغه هیواد څخه د ټولو افغان کډوالو د ایستلو پلان تائید کړی، چې له مخې به یې په لومړي پړاو کې افغان کډوال د اسلام اباد او پنډۍ له ښارونو او بیا به د ټول دغه هیواد څخه وایستل شي.

دغه سفارت د پاکستان د حکومت په دې پریکړه اندیښنه ښودلې او ویلي دي چې ددغه سفارت مسئولینو له پاکستاني چارواکو او نړیوالو سازمانونو سره په ناستو کې په دومره لنډ وخت کې د ټولو افغان کډوالو ایستل او په دې هکله د پاکستان د یوې اړخیزې پریکړې په اړه خپله جدي اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان د پارلمان او سرحدونو د چارو وزير امیر مقام ویلي چې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې مېشت اسناد لرونکي افغانان دې پېښور ته کډه شي او چې قانوني اسناد نه لري هغه به د تورخم پر لار افغانستان ته ستنوي.

امير مقام د فبرورۍ په ٢٤ ( کب شپږم) په اسلام اباد اوپنډۍ ښارونو کې افغان کډوالو ته د ورپېښو ستونزو په باب د امريکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "حکومت مو افغان کډوالو ته امر کړی چې د فبرورۍ تر ۲۸ دې له اسلام اباد او پنډۍ څخه ووځي چې اسناد لري هغه دې خيبرپښتونخوا ايالت ته کډه شي خو چې اسناد نه لري هغوی افغانستان ته ستنوو. "

پاکستان کې دا مهال ۱.۴ میلیون افغان کډوالو ته، چې د اوسېدو قانوني اسناد لري، د روان ۲۰۲۵ کال د جون تر ۳۰ نېټې پورې د اوسیدو اجازه ورکړه ده..

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال ۳.۱ میلیون افغانان په پاکستان کې اوسیږي. په دې شمیر کې هغه افغانان هم شامل دي چې په دغه هیواد کې د اوسیدانې قانوني اسناد نلري.

همداشان د ملګرو ملتونو د راپور له مخې اوس مهال په ایران کې ۴.۵ میلیونو پورې افغان کډوال د اوسیدانې په قانوني او پرته د اسنادو ژوند کوي. خو ایراني چارواکي په دغه هیواد کې د افغان کډوالو شمیر له ۵ میلیونو څخه زیات ښيي.