د پاکستان حکومت شنبه فبروري ۲۲ ( کب څلورمه) یو ځل بیا خبرداری ورکړ چې هغه زرګونه افغانان به بیرته افغانستان ته واستوي چې پ متحده ایالاتو او نورو هیوادونو ته د تګ لپاره په پاکستان کې منتظر دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار په یوې تلویزیونې مرکې کې دا خبرداری ورکړی؛ اوس هغه افغانان په کې د خطر سره مخ دي چې په امریکا کې د بیا میشت کیدو غوښتنلیکونه یې رد شي او یا په خپلې ټاکلې مودې طی مراحل نه شي.
ډار په دې تلویزیوني مرکې کې ویلي، " هر هغه کډوال چې بل هیواد یې د ځای ورکولو ژمنه کړې او دا پروسه عملي نه شي نو هغوی زمونږ لپاره په پاکستان کې ناقانونه کډوال دي او مونږ به مجبور شو چې دا کډوال خپل اصلي هیواد افغانستان ته واستوو."
اوس په پاکستان کې شاوخوا ۲۰ زره افغان کډوال د امریکا د کډوالۍ د ځانګړو ویزو (اس آی وي) په ګډون د بېلابېلو بشري پروګرامونو له لارې په متحده ایالاتو کې د میشتیدو په تمه دي.
د دې ترڅنګ، د هغو ۱۶۰۰ افغانانو د سفر پروګرام چې په امریکا کې د مېشتېدو اجازه ورکړل شوې وه، په متحدو ایالتونو کې د کډوالو د بیا مېشتېدو د پروګرامونو د ځنډولو د فرمان په اساس لغوه شوی دی.
بلخوا، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې امریکا تر اوسه په رسمي ډول د کډوالو د پروګرام د ځنډ په اړه هېڅ ډول خبر نه دی ورکړی. د پخواني تړون له مخې په پاکستان کې مېشت، متحدو ایالاتو ته د تګ لپاره منتظر افغان کډوال باید د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر پورې له دغه هېواد څخه امریکا ته انتقال شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په دې مرکې کې ویلي چې چمتو دي د واشنګټن سره دا موضوع حل کاندي او دا چې اسلام آباد به د وضعیت تر ارزولو مخکې مذاکرات وکړي.
د پاکستان صدراعظم شهباز شریف تیره میاشت پولیسو ته امر کړی و چې د اسلام آباد او راولپنډۍ څخه ټول افغانان د روانې فبروري میاشتې تر ۲۸ مې نیټې پورې وباسي او افغانستان ته یې دې واستوي.
خو د پاکستان حکومت متحده ایالاتو او نورو غربي هیوادونو ته د مارچ تر ۳۱ مې وخت ورکړی چې د هغو افغانانو قضیې طی مراحل کړي چې غواړي نورو هیوادونو کې بیا میشت شي او پدې سره د پاکستان څخه د شړل کیدو څخه بچ شي.
یو شمیر افغانان چې په افغانستان کې د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته له هېواد څخه تښتېدلي او په متحده ایالاتو کې بیا میشتېدو ته په تمه په نورو هېوادونو کې شپې ورځې سبا کوي د تیرې جنورۍ میاشتې په ۲۲مه یې د متحد ایالاتو د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ څخه وغوښتل چې د کډوالو د انتقال د ځنډ له فرمان څخه، دوی مستثنا کړي.
سره لدې چې آوازې وې امریکا کې د افغانانو د بیا میشت کیدو دفتر تړل شوی خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دې دفتر د بندولو په اړه تر اوسه کومه پریکړه نه ده شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دا وزارت په متحده ایالاتو کې د افغانانو د بیا میشتیدنې د پروګرام او د افغانانو د بیا میشتیدو د هڅو د همغږي کوونکي دفتر د راتلونکې په اړه ارزونه کوي، خو ټینګار یې وکړ چې "تر اوسه په دې اړه کومه پریکړه نه ده شوې. "
فورم \ دبحث خونه