طالبان: د خواف - هرات د اوسپنې پټلۍ به د روان کال تر پایه انتقالاتو ته چمتو شي

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، ټاکل شوې د خواف - هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته د انتقالاتو بهیر ډېر ژر پيل شي.

د طالبانو حکومت تر رهبرۍ لاندې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۹ (سلواغې ۳۰) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د یادې ادارې پلاوي د خواف- هرات اوسپنې پټلۍ دریمې برخې، د غوریانو او روزنک سټېشنونو په ګډون له یو شمېر نورو برخو څخه لیدنه کړې.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې زیاته کړې چې د یادې لیدنې پر مهال یې د غوریان سټېشن رسماً ایراني لوري ته سپارلی تر څو هغوی پکې خپل تخنیکي دفترونه فعال او د ریل پټلۍ پاتې تخنیکي چارې د شوې ژمنې له مخې پوره کړي.

د دغه ادارې په وینا د ایران د اوسپنې پټلۍ د کنسرسیوم د مشر مصطفی رضایي له قوله ویلي چې د روان لمریز کال تر پای ته رسېدو مخکې به د خواف - هرات اوسپنې پټلۍ له لارې انتقالاتو ته چمتو کړي.

د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په اعلامیه کې زیاته شوې: "په دې لیدنه کې ايراني لوري په کتبي توګه تعهد وکړ چې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې په همکاري به تر حمل میاشتې مخکې د خواف-هرات اوسپنه پټلۍ د لوکوموتیونو راتګ ته چمتو کوي او لومړنی کتار به راځي."

د ایران حکومت تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت تر رهبرۍ لاندې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي هڅه کوي چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د انتقالاتو تر پیلېدو مخکې «روزنک سټېشن» کې ټولې اړینې اسنتیاوې رامنځته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د اوسپنې پټلۍ ادارې مسؤلینو د تیر میلادي کال په نومبر میاشت کې ویلي و چې د خوف - هرات اوسپنې پټلۍ د دریمې برخې کار به ژر پای ته ورسیږي.

د هرات ـ خواف د اوسپنې دغه پټلۍ ۲۲۵ کیلومټره اوږدوالی لري چې ۱۴۰کیلومتره یې د ایران او ۸۵ کلیومتره یې د افغانستان په خاوره کې غځېدلې ده.

د خواب ـ هرات د اوسپنې پټلۍ دریمه برخه چې ۶۴ کیلومتره اوږدوالی لري د هرات ولایت له زنده جان، انجیل او غوریان ولسوالۍ څخه په تېرېدو د غوریان ولسوالي د هرات له هوايي ډګر سره نښلوي.

د افغانستان تیر حکومت د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ دریمې برخې جوړولو تړون د ۵۸.۵ میلیون ډالرو په ارزښت له یو قزاقستاني شرکت سره کړی و او تر هغه وروسته د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر میاشتې پر لسمه د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني او ایراني ولسمشر لخوا په انلاین توګه پرانیستل شوه.

ویل کیږي چې اوس مهال د خواف - هرات اوسپنې پټلۍ ځیني برخې بیرته خرابې شوي او بیا رغونې ته اړتیا لري.

هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ په یو کال کې د شپږ میلیونه سوداګریزو توکو او د یو میلیون مسافرو د انتقالولو ظرفیت لري. د دغې اوسپنې پټلۍ د جوړولو کار په ۱۳۸۶ لمریز کال کې پیل شوی و.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت تر رهبرۍ لاندې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي چې د روانې سلواغې میاشتې له ۱۴ څخه بیا د همدې میاشتې تر ۲۷ مې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۷۸۶۰۳ متریکه ټنه انتقالات تر سره شوي دي.

یادې ادارې پخپلې اعلامیې کې ویلي چې دغه انتقالات د اقینې، حیرتان او تورغونډۍ اوسپنو پټلیو له لارې تر سره شوي دي.