د سولې خبرو تر بندېدو وروسته یو طالب پلاوی مسکو ته تللی ـ راپورونه

روسیې تر دې مخکې دوه ځله د بین الافغاني خبرو کوربتوب کړی

د راپورونو له‌مخې د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر یو درې کسیز پلاوی پر افغان سولې د بحث لپاره مسکو ته تللی دی.

روسیې ته د یاد طالب پلاوي سفر پر داسې مهال تر سره کېږي، چې د روانې سپټمبر میاشتې پر اومه د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان کړې.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس ترڅنګ یو شمېر نورو اژانسونو د طالب سرچینو په حواله ویلي، چې د شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ روسیې ته د طالب استازو سفر پرون جمعه تر سره شوی دی.

د طالبانو ویاندویانو تر دا مهاله مسکو ته د خپل استازو د سفر په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

پر همدې مهال د روسیې ټاس خبري اژانس هم ویلي، چې دغه طالب پلاوي پرون په مسکو کې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره هم کتلي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ټاس خبري اژانس ته ویلي، چې له روسي چارواکو سره یې د افغان سولې په اړه خبرې کړي دي.

بلخوا افغان اسلامي اژانس هم د یو شمېر سرچینو په حواله ویلي، چې په دغه پلاوي کې شېر محمد عباس ستانکزی، سهیل شاهین او قاري محمد حنیف شامل دي.

د افغانستان حکومت تر دامهاله روسیې ته د طالب استازو د سفر په اړه رسمي تبصره نه ده کړې، خو د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي په پخپل ټویټر ددغه خبر په غبرگون کې ویلي دي: "دا ځل طالبانو بیا له مسکو نه غږ پورته کړ او وایي چې افغان وژنې ته دوام ورکوو. افغان امنیتي ځواکونه انتظار دي چې ښاغلی ستانکزی او یاران یې څه وخت له قطر او مسکو نه افغانستان ته د جنگ لپاره راځي".

طالبان پر داسې مهال مسکو ته سفر کوي، چې تېره اونۍ د ټرمپ تر اعلان وروسته د افغان سولې په اړه د امریکا او طالبانو خبرې په ټپه ودرېدې.

ولسمشر ټرمپ د «سپټمبر پر ۷مه» په کابل کې د طالبانو تر موټر بم وروسته چې یو امریکايي او ۱۱ افغان وګړي یې ووژل له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه اعلان کړې.

له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرو تر لغوه کېدو وروسته روسیه هم یو له هغو هېوادونو څخه وو چې، د یادو مذاکراتو د بېرته پیلولو غوښتنه یې وکړل.

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي ضمیر کابلوف تېره اونۍ وویل، چې روسیه به د یادو مذاکراتو د لغوه کېدو په اړه له امریکايي چارواکو سره خبرې وکړي.

روسیې تر دې مخکې د افغان سولې په اړه د دوو بین الافغاني مذاکراتو کوربتوب کړی دی.