د امریکا سفیر: طالبان دې له افغانانو سره هم وغږيږي

ښاغلي بس له طالبانو غوښتي چې له افغانانو سره خبرې وکړې

په افغانستان کې د متحدو ایالتونو سفیر جان بس وایي چې په قطر کې د امریکا او طالبانو د خبرو په اړه راپورونه کره نه دي.

جان بس په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي دي طالبان هماغسې چې له رسنیو سره غږیږي، له افغانانو سره هم باید وغږیږي.

د رویټرز خبري اژانس د سه شنبې په ورځ (جنوري ۸) د ځینو طالب چارواکو له خولې لیکلي وو چې دوی د چهارشنبې په ورځ په قطر کې له امریکايي استازو سره غونډه نکوي.

رویټرز ته دغو طالبانو ویلي دي چې دوی له امریکايي پلاوي سره د اجنډا پر سر اختلاف درلوده نو ځکه یې غونډه وځنډوله.

خو د امریکا سفیر وايي دا راپورونه سم نه دي.

تر دې مخکې د افغانستان د سولې عالي شورا هم ویلي وو چې د قطر غونډه د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ ده چې اعتماد جوړ شي.

تر دې مخکې طالبانو د سعودي عربستان د جدي په ښار کې د افغانستان د سولې په اړه په پلان شوې غونډې کې له ګډون ډډه وکړه.

طالبانو ویلي وو چې د سعودي چارواکو پرې فشار راوړی چې له افغان حکومت سره دې خبرې وکړې.