د خیبر پښتونخوا د کورمې ولسوالۍ په بګن سیمه کې پر مال لېږدونکي کاروان تر وسله وال برید وروسته په دغه ولسوالۍ کې پوځي عملیات شوي دي.
د خیبر پښتونخوا حکومت د جنورۍ پر ۱۷مه شپې ناوخته په بیان کې وویل چې د کورمې د بګن، مندوریو، اوچت، څرخېلو، څپري پړاو او څپریو څخه د بې کوره کېدونکو لپاره په ټل او هنګو کې کیمپونه جوړوي.
خلکو د هم هغې ورځې له ماسپښینه د خوندي ځایونو پر لوري کډې پیل کړې وې ځکه چې انتظامیې ورته خبرداری ورکړی وو چې د جنورۍ پر ۱۹مه عملیات پیلېږي.
د دې پوځي عملياتو په اړه د کورمې سني ډلې مشر او سياستوال ډاکټر قادر اورکزی
د جنوري په نولسمه ( مرغومي ٣٠ ) امريکا غږ ته وويل، له پرون (جنورۍ ۱۸) څخه په بګن کې هدفي پوځي عمليات پيل شوي دي، توپې کاروي او له سنګرونو څخه يې خلک را ښکته کړي دي۔
نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان پوځ نن (جنورۍ ۱۹) ټوله ورځ هدفي عمليات کړي دي او له کورنوڅخه يې خلک کډه کولو ته اړ کړي دي چې په دې کې ډيری خلک د ممکنه عملياتو له ډاره کډه شوي او داسې کورنۍ هم شته چې له سيمې څخه په وتلو نه دي بريالۍ شوې او هم هلته په کلي کې بندې پاتې دي
د کورمې یوشمېر سني مشرانو د پوځي عملیاتو مخالفت کړی دی او دا یې "یو اړخیز ګام بللی دی."
د کورمې یو بل سیاسي فعال مثل خان اورکزی امريکا غږ ته وويل، د بګن ځايي خلک نن د اسلام آباد او پېښور پريس کلب مخې ته احتجاج کړی دی او دا يې ويلي دي چې "موږ کېمپونو ته نه ځو او دا يو اړخيز عمليات دي چې د سنيانو په سيمه کې پيل شوي دي او د شيعه ګانو په سيمه کې نشته ځکه چې ټوله درنه او خطرناکه وسله هلته ده او هلته مختلف تنظيمونه دي۔
مثل خان اورکزی وايي چې " تر اوسه لا بشپړ عمليات نه دي پيل شوي خو داسې ښکاري چې عمليات به پيل کيږي. "
یاده دې وي چې د جنورۍ پر ۱۶مه (مرغومي ۲۷) وسلوالو په بګن کې پاړه چینار ته د مال لېږدوونکو ګاډو پر قافلې برید وکړ چې یوشمېر سرتېرو او ډرېورانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته او یوشمېر موټر وسوځېدل. پولیسو او امنیتي ځواکونو د وسلوالو په شا تمبولو لپاره عملیات وکړل او هیلکوپټرو پر بګن بازار او شاوخوا سیمو ډزې وکړې.
چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي چې په برید او د ځواکونو په کاروایۍ کې د دوو امنیتي سرتېرو او شپږو مشکوکو وسلوالو په ګډون ۱۸ تنه ووژل او ۱۰ ژوبل شول. ازادو سرچینو په پېښه کې د مشکوکو وسلوالو وژنه نه ده تایید کړې.
تر بريد څو ساعته وروسته شيعه مشرانو له حکومته په سیمه کې د امنيت ټينګولو غوښتنه وکړه. د انجمن حسینیه مشر جلال حسین بنګښ په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې ریاست دې پر قافله په بريد کې د ککړو کسانو خلاف کاروايي وکړي او د ټل او پاړه چينار ترمينځ سړک دې هم د خلکو او د مال لېږدوونکو ګاډو د تګ راتګ لپاره پرانیزي.
شیعه مشرانو داراز پر قافله په حمله کې د ککړو کسانو پرضد د کاروایۍ لپاره حکومت ته د درو ورځو وخت ورکړی وو.
په کورمه کې وضعیت
په کورمه کې تازه پرمختګونه پر داسې مهال شوي دي چې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د خيبر پښتونخوا حکومت په مينځګړيتوب د سولې تړون پر کېدو سربېره لا هم لارې تړلې پرتې دي او ترينګلتيا پای ته نه ده رسېدلې.
د هغې موافقې په ۱۴ ټکو کې د لويو لارو خلاصول او په ۱۵ ورځو کې د وسلو سپارلو تګلاره جوړول او سنګرونه ړنګول شامل دي.
په وروستيو مياشتو کې د شيعه او سني ډلو ترمينځ په جلا جلا نښتو کې سلګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې او د مالي زيانونو ترڅنګ له شاوخوا درو مياشتو راهيسې د کورمې لويې لارې بندې دي چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کړې ده.
په سیمه کې د لارو بندېدو له وجې د خوړو، دواګانو او د ورځني استعمال د نورو شیانو سخت کمښت پیدا شوی دی.
د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو موټرو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې لسګونه نور کسان ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي