طالبانو په بغلان کې د پولیسو ۱۰ منسوبین وژلي

د بغلان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې د پلخمري ښار اړوند امنیتي پوستو باندې د وسله‌والو طالبانو د بریدونو له امله پولیسو ته تلفات اوښتي دي.

د بغلان والي عبدالحی نعمتي امریکا غږ – آشنا ته وویل، چې د پلخمري ښار د دشت‌ خواجه‌الوان سیمې پر امنیتي پوستو باندې د طالبانو د پرله پسې بریدونو په نتیجه کې لس پولیس وژل شوي دي.

هغه وویل "تیره شپه طالبانو په دوو برخو کې زموږ پر پوستو بریدونه وکړل، په یو برید کې درې کسه او په بل برید کې اوه کسه شهیدان لرو، چې مجموعاً زموږ لس تنه پولیس شهیدان شوي دي".

د بغلان نولایتي شورا د دغه ولایت امنیتي وضعیت د اندیښنې وړ بللی دی.

د دغې شورا یو غړي محمدظریف ظریف امریکا غږ – آشنا ته وویل "طالبانو تیره شپه د باغ شمال په سیمه کې د 'سفر بخیر' پر پوستو برید وکړ، ټولټال یولس تنه شهیدان لرو".

تر اوسه په دغو نښتو کې طالبانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد رسنیو ته په یو استول شوي پیغام کې ادعا کړې، چې په دغو بریدونو کې یې د افغان ځواکونو یوه پوسته نیولې او شل پولیس یې وژلي دي.

افغان چارواکو د طالبانو دا ادعا نه ده تائید کړې.

دوه ورځې وړاندې هم د افغانستان په یو بل شمالي ولایت سرپل کې وسله‌والو طالبانو ۲۰ افغان امنیتي سرتېري ووژل او ۲۳ نور یې ټپیان کړل.

د سرپل د چارواکو پر وینا، طالبانو د دغه ولایت د مرکز اړوند په روستای قشقري او صیاد ولسوالۍ د تېلو د زیرمو د نیولو لپاره دغه حملې کړې وې.