طالبان: له کابل پرته ټول افغانستان کې د کانکور ازموینه پيل شوه

کانکور

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت له کابل پرته د دغه هیواد په ۳۳ ولایتونو کې د (۱۴۰۱ لمریز کال) کانکور ازموینې د پیلېدو خبر ورکړ.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي د پنجشنبې په ورځ اکتوبر شپږمه (تلې ۱۴) امریکا غږ ته وویل چې د کانکور ازموینه به درې ورځې دوام ولري.

هغه وویل:"نن د مېزان دمیاشتې څوارلسمه نېټه د پنجشنبې په ورځ د هیواد په ۳۳ ولایتونو کې د کانکور ازموینه رسماً پيل شوه. دا ازموینه به درې ورځې دوام ولري، د مېزان میاشتې څوارلسمه، پنځلسمه او شپاړسمه نېټه او د هیواد په ۳۳ ولایتونو کې دغه ازموینه په یوه پړاو کې اخیستل کیږي."

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمدي تقي همدارنګه زیاته کړه چې د کابل د کانکور ازموینه به د روانې تلې میاشتې پر ۲۱مه او ۲۲مه نېټه واخیستل شي.

ښاغلي تقي ویلي چې سږ کال به د کانکور پروسه ډېره شفافه وي او په وینا یې د دغه ازموینې لپاره یې پوره چمتووالی نیول شوی دی.

که څه هم د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند په دې اړه معلومات ورنکړل چې سږ کال به څومره کسان د کانکور په ازموینه کې ګډون وکړي، خو په ځينو راپورونو کې ویل شوي چې د سږ کال کانکور کې ۱۵۰زره کسانو کډون کړی دی.

ددغه وزارت ویاند تیره یکشنبه اکتوبر دوهمه امریکا غږ ته وویل چې ټاکل شوې سږ کال د کانکور ازموینې له لارې پوهنتونونو ته ۱۱۵زره نوي محصلین جذب کړي. نوموړي زیاته کړې چې پرون چهارشنبه په یادو ولايتونو کي د‌ کانکور ازمويني لپاره بايومټريک تر سره شو.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت دا نه دي ویلي، چې نجونې به هم کانکور کې ګډون وکړي او که نه.خو له دولسم ټولګیو یو شمېر فارغه شوې نجونې وايي چې د کانکور ازموینه کې د ګډون کارتونه تر لاسه کړي دي او ټاکل شوې په دغه ازموینه ګډون وکړي.

له کاپیسا ولایت څخه د کانکور یوې ګډونوالې شبنم امریکا غږ ته وویل:"موږ ۱۲ کاله زحمت ایستلی او سترګې مو پوهنتو ته وې، باید چې ګډون وکړو.زه له ټولو نجونو څخه غواړم چې تسلیم نشي او د تعلیم په برخه کې پر خپل حق سترګې پټي نکړي."

نوموړي وویل چې د نجونو لپاره د پوهنتونونو فضا نسبت تیر ته محدوده او تنګه شوې، خو ویې ویل چې باید له هڅو څخه لاس وانخلو.

افغانستان کې د جمهوریت د رژیم پر مهال د پوهنتونونو نوی تعلیمي کال د وږې میاشتې په دويمه نیمايي کې پيل کیده او له تعلیمي کال وړاندې به د کانکور ازموینه د ژمي پرمهال په څو پړاونو کې اخیستل کیدله.

خو طالبانو حکومت د پوهنتونونو د نوي تعلیمي کال د پیل نیټه د ښوونځیو د تعلیمي کال سره یو ځای بیرته د حمل میاشت ټاکلې ده. تر اوسه څرګنده نه ده چې سږکال به د دولسم ټولګي څومره فارغان د کانکور په ازموینه کې برخه واخلي او هم د لوړو زده وزارت دا نه دي ویلي، چې د کانکور په ازموینه کې به نجونې هم برخه واخلي او که نه.

د افغانستان د کانکور کمیټې د معلوماتو له مخې تیر کال د کانکور په ازموینه کې ۱۸۰زره د ۱۲ ټولګیو فارغانوګډون کړی و چې له ډلې ۶۸۹۳۰ تنه یې بریالي شوي وو.