سالنګونو کې د کال لومړۍ واوره؛ موټر چلوونکو ته احتیاطي سپارښتنې شوې

عکس(ارشیف)

په داسې حال کې چې تېره شپه د افغانستان په سالنګونو کې د سږ کال لومړنۍ واوره پيل شوې مسؤلینو له موټر چلوونکو څخه د احتیاطي تدابیرو مراعتولو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان د سالنګونو د ساتنې او مراقبت مسٶلين وايي په سالنګونو کې تېره شپه لس بجې واوره پيل شوې چې تر سبا شنبې به دوام ولري.

د مسٶلينو په وينا د واورې له امله د ترافيکي پېښو مخنيوي لپاره په دغه لار د بار وړونکو لويو موټرو تګ راتګ بند شوى دى.

د سالنګونو د ساتنې رياست د کوچنيو موټرو چلونکو ته هم خبر ورکړى چې پر ياد لار د تېريدو پر مهال چاينونه بسته کړي.

د ياد رياست په وينا د دوى لخوا په جنوبي او شمالي سالنګونو کې د ترافيکي پېښو د مخنيوي لپاره ټول چمتووالى نيول شوى دى.

خو د سالنګونو د ساتنې او مراقبت ریاست له ټولو موټر چلوونکو څخه غوښتي چې له سالنګونو څخه د تېرېدو په مهال د احتیاطي تدابیرو نیولو ترڅنګ، معیاري وزن، معیاري، سرعت او معیاري لوړوالی مراعت کړي.

دوی همدارنګه ویلي چې موټر چلوونکي باید له ځان سره د ژمې اړین توکي، له جامې، خواړه، تېل او د موټر چینونه له ځان سره ولري.

د افغانستان د سالنګونو څخه د افغانستان مرکز کابل ته او جنوب، جنوب ختیځو او ختیځو ولایتونو د نهو شمالي ولایتونو لار تېره شوې ده چې له ورځې زرګونه کوچني او بار وړونکي موټر پرې تګ راتګ کوي.