پوځ غواړي د پښتون تحریک قوت راکم کړي - کارپوهان

د سیاسي چارو کارپوهان پدی نظر دي چې د پاکستان د پوځ وروستی وړاندیز چې غواړي د قبایلي مشرانو جرگه د پښتون تحریک د مشرانو سره خبرې وکړي، په اصل کې د تحریک د قوت د کمولو هڅه ده

د امریکا غږ سرچینې وایي چې د پاکستان د قبایلي مشرانو یو هیت نن د چهارشنبې په ورځ یعنی د اپریل په ٢٥ نیټه د پښتون ژغورنې د تحریک سره ملاقات کوي.

د سیاسي چارو پاکستاني کارپوهان وایي چې د پوځ د دغه وړاندیز نه زیاتې هیلې نه لري.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ وویل چې د پښتون تحریک قانوني غوښتنې به ومني او هم پدی هدف یې د قبایلي مشرانو د یوې جرگې د استلو پریکړه کړې.

د امریکا د میریلینډ په ایالت کې د سیاسي چاروکارپوه عاصم یوسفزي امریکاغږ ته وویل چې د پاکستان واکداران د هغه ملک پوځ دی. که پوځ وغواړي نو د پښتنو د تحریک غوښتنې ډیر ژر پوره کولی شي. هغه وویل "په پاکستان کې داسې ویل کیږي چې که غواړئ کار ونشي نو کمیټې ته یې حواله کړئ. د پښتون تحریک سره د خبرو لپاره هیڅ ډول جرگې ته ضرورت نه و. پوځ پکار ده چې پخپله د هغوي غوښتنې منلې وی"

عاصم یوسفزی زیاتوي چې د مثال په توگه د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو کې د خښو شوو ماینونو د پاکولو لپاره وسایل لري او هغوي دغه ماینونه پخپله پاکولی شي. یوسفزي زیاته کړه چې د پښتون تح‏ریک ته پکار ده چې خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي او په فشار کې دې هیڅ ډول کمښت نه راولي.

د سیاسي چارو یو بل کارپوه او لیکوال ډاکټر محمد تقي چې په فلوربډا کې ژوند کوي، د ډاکټر یوسفري سره موافق دی، هغه امریکاغږ ته وویل "په پاکستان کې په مطبوعاتو کې د پښتون ژغورنې د تحریک په اړه په راپورنو بندیز، د پاکستان د پوځ د مشر جاوید باجوه د وینا نه وروسته چې وي ویل دغه تحریک د یو چا لخوا تحریکیږي، او په ټولنیزو رسنیو د تحریک په ضدد پروپیگنډ نه د دوي اصل اهداف څرگندیږي. د پوځ د وړاندیز هدف د پښتون تحریک رفتار ، او قوت راکمول دي. "

ډاکټر تقي وویل چې د پښتون ژغورنې تحریک اعلان کړیدی چې د می په ١٢ به په کراچۍ کې احتجاج کوي. "د دغه احتجاج هدف د پاکستان د پخواني ډیکتاتور پرویز مشرف د ٢٠٠٧ کال د می د ١٢ ظلم ته د خلکو متوجه کول دي. پدی برسیره هغه غواي چې د هغو ۴٠٠٠ کسانو چې مشرف په بهرنو ملکو خرڅ کړیدي، پوښتنه هم وشي."

تقي زیاته کړه چې د پښتون ژغورنې تحریک دې احتجاجونو ته دوام ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د پښتون تحریک مشرانو دا په پرله پسې ویلي دي چې تر هغه پورې به احتجاجونو ته دوام ورکوي چې تر څو یې ټولې ستونزې حل شوي نه وي.

د پښتون ژغورنې تحریک مشر محسن داوړ امریکاغږ اشنا راډیو ته دا هم وویل چې د تحریک مشران به مذاکرات وکړي خو پکار ده چې د هغوي په ضد چې پوځ کوم ډول پروپیگنډ کوي، دغه دې بند کړي.

د