بخښنې نړیوال سازمان د ښځو په اړه د طالبانو نوی لارښود 'ظالمانه' وباله

د بخښنې نړیوال سازمان د ښځو حجاب په اړه د طالبانو حکم «ظالمانه» بللی او ویلي دي چې د ښځو ازادۍ او حرکتونو په وړاندې د طالبانو د تازه محدودیتونو په اړه اندېښمن دي.

طالبانو د «امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت» د تیرې شنبې په ورځ مۍ اوومه (غوايي ۱۷) اعلان وکړ چې «د مسلمانو اصیلو، بالغو ښځو لپاره شرعي حجاب رعایت کول فرض او ضروري دی».

د دوی په نویو لارښوونو کې ویل شوي، په هره جامه چې بدن پټ کړل شي هغه حجاب دی، خو زیاتوي چې نازک او تنګ دې نه وي او «چادري یې د شرعي حجاب بهترین» ډول دی.

د طالبانو دا وزارت وايي چې د طالبانو مشرتابه ورته دا دستور استولی دی چې «علماوو» ترتیب کړی دی. د طالبانو حکومت د خپلې سترې محکمې، د حج او اوقافو، معارف او داخلې وزارتونو څخه غوښتي دي چې د دغو لارښوونو په عملي کولو کې ورسره مرسته وکړې.

د بخښنې نړیوال سازمان په باور، دغه حکم د ښځو اساسي حقوقو لکه د هغوی د لباس انتخاب او ازادانه ګرځېدل نقضوي.

د غه سازمان د یکشنبې په ورځ ناوخته مۍ اتمه (غوايي ۱۸) په یوې اعلامیې کې ویلي:" موږ له طالب چارواکو څخه غواړو چې له قید او شرط پرته ژر تر ژره هغه اقدامات چې د ښځو حقوق نقضوي لیري کړي. د نجونو پر مخ دې متوسطه ښوونځي پرانیزي او ښځو ته دي د سیاسي او ټولنیز مشارکت اجازه ورکړي."

د بخښنې نړیوال سازمان همدارنګه له نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې پخپلو اقداماتو سره له طالبانو په تیرو نهو میاشتو کې د کړو ژمنو په اړه پوښتنه وکړي.

د طالبانو لخوا د ښځو حجاب جبري کېدو ته پراخ غبرګونونه وښودل شول. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش هم په دې اړه اندېښنې ښودلې او له طالبانو څخه یې غوښتي چې د ښځو او نجونو د حقوقو په اړه پر خپل ژمنو عمل وکړي.

ښاغلي ګوتیریش تیره یکشنبه مۍ اتمه (غوايي ۱۸) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي: "زه د طالبانو د دې اعلان په اړه اندېښمن یم چې ښځې باید په عامو ځایونو کې خپل مخونه پټ او یوازې د اړتیا په صورت کې له کور څخه ووځي.زه یو ځل بیا له طالبانو څخه غواړم چې د نړیوال بشري قانون سره سم د افغان مېرمنو او نجونو د حقوقو ساتنې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي."

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو له خوا د میرمنو د حجاب په اړه ددې ډلې په وروستۍ پریکړه ژوره اندیښنه څرګند کړې ده.

پر همدې مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیت هم د طالبانو دغه پرېکړې ته غبرګون ښودلی او ویلي دي چې دغه ډله «ګام پر ګام» غواړي بشري حقونه نقض کړي.

خو د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت سرپرست خالد الحنفي تیره شنبه په کابل کې د حجاب په اړه غونډې ته وویل:" موږ غواړو چې خویندې مو په عزت سره په محفوظ ډول ژوند وکړي."