طالبان وایي هغو کډوالو ته چې سرپناه نلري د کور جوړولو لپاره د ځمکو نمرې ویشي

د طالبانو حکومت وايي، غواړي له پاکستان څخه ستنیدونکو افغان کډوالو ته په هغو ولایتونو کې چې هغوی ورته ستنیږي او د اوسیدلو ځای نلري د کډوالو کورنیو د غړو د شمیر په اساس د کور جوړولو لپاره ځمکه وویشي.

دا پداسې حال کې دي چې ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویلي چې له پاکستان څخه ۹۰ فیصده ستنیدونکي افغان کډوال د اوسیدنې لپاره سر پناه نلري.

د طالبانو د حکومت د کرهڼې او اوبولګولو وزارت سرپرست مولوي عطاالله عمري چې ددغه حکومت د ستنیدونکو کډوالو د بیا ځای په ځای کیدو د کمیټې مشري کوي وايي، حکومت یې پریکړه کړې چې له پاکستان څخه په ډله ییز ډول شړل شویو هغو افغان کډوالو ته چې کورونه نلري په بیلابیلو ولایتونو کې د کورونو د جوړولو لپاره د ځمکو نمرې وویشي.

مولوي عمري تیره ورځ په ننګرهار ولایت کې خبریالانو ته وویل چې په پام کې لري ۲۰۰ زرو پورې د ځمکو نمرې د کورنیو د شمیر په تناسب وویشل شي.

ښاغلي عمري وویل: "هغه مهاجرین چې د استوګنې لپاره ځمکه نلري؛ هغو کورنیو ته چې تر پنځه تنو غړي ولري پنځه بیسوې، تر لسو تنو غړو لپاره لس بیسوې او د هغې څخه د زیاتو کورنیو د غړو لپاره ۱۵ بیسوې ځمکه هغوی د ملکیت په ډول ورکول کیږي."

خو د طالبانو د حکومت دغه چارواکي دا ندي ویلي چې دا ځمکې په کومو ولایتونو کې راستانه شویو بې کوره کډوالو ته ویشل کیږي او دا چې ساختماني چارې به یې څنګه ترسره شي.

له پاکستان څخه افغانستان ته د قانوني اسنادو نلرونکو ستنو شویو افغان کډوالو د وضعیت په اړه یوه تازه سروې ښيي چې د ستنو شویو کډوالو ۹۰ فیصده کسانو ویلي چې د اوسیدلو لپاره کورونه نلري.

د اسلامیک ریلیف (Islamic Relief) په نوم د یوې نړیوالې غیر حکومتي ادارې د ستنیدونکو کډوالو د وضعیت د ارزونې لپاره د یوې سروی په ترڅ کې په تورخم کې د ۳۱۵ ستانه شویو افغان کډوالو سره مرکې کړي دي. دغه سروې کې چې د نومبر۳۰ (لیندۍ نهمه) خپره شوې ویل شوي چې تر ۹۰ فیصده ستنیدونکي کډوال د بې کورۍ د ستونزې سره مخ دي.

ددغې نوې سروې له مخې ۹۰ فیصده ستنیدونکي کډوال په داسې حال کې چې د ژمي موسم پیل شوی کورونه نلري او د هرو دریو ستنو شویو کډوالو چې شمیر یې ۳۲ فیصده کیږي، یو یې خواړه نلري او د هرو دریو ستنو شویو کډوالو څخه دوه یې چې شمیر یې ۶۲ فیصده کیږي د نس ناسي د هاضمې اړوند ناروغیو څخه کړیږي.

په دې سروې کې ویل شوي: "ډیرو دغو افغان کډوالو په پاکستان کې خپل ژوند جوړ کړی وو او اوس د یو ناڅرګند برخلیک سره مخ دي."

د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په درییمه له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د ایستلو پریکړه وکړه او ویې ویل چې که قانوني اسنادو نلرونکي کډوال د نومبر تر لومړۍ ورځې په خپله خوښه له پاکستان څخه لاړ نشي نو وبه نیول شي او خپلو هیوادونو ته به ستانه کړای شي.

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (یو ان ایچ سي ار) د تیرې جمعې په ورځ په یو راپور کې ویلي چې ددغې پریکړې د اعلان وروسته له پاکستان څخه افغانستان ته د ۱۴۸ زرو څخه زیات افغان کډوال ستانه شوي دي.

دغې کمیشنرۍ ویلي چې په پاکستان کې د افغان کډولو د ستنولو د بهیر په ترڅ کې په دغه هیواد کې د میشتو افغان کډوالو د نیولو لړۍ هم چټکه شوې او د ۲۰۲۳ د نهو میاشتو پرتله د اکتوبر او نومبر په میاشتو کې د کډوالو په نیولو کې اته ځلې زیاتوالی راغلی دی. یواین ایچ سي ار ویلي چې پاکستان په تیرو میاشتو کې ۲۸ زره افغان کډوال نیولي او په توقیف کې ساتلي دي.

که څه هم د پاکستان څخه د ستنیدونکو افغان کډوالو لړۍ لا روانه ده خو د ننګرهار په ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ د ریاست یو چارواکي قریشي بدلون، وايي چې د نومبر د میاشتې پرتله د ستنیدونکو کډوالو شمیر کم شوی او اوس هره ورځ د تورخم له لارې تر ۱۵۰ پورې د افغان کډوالو کورنۍ افغانستان ته ستنیږي.

د مرستې رسونې ادارې د ستنیدونکو کډوالو په شمیر د کموالي علت په افغانستان کې د ژمي د موسم پیل ګڼي او وايي چې کیدای شي د راتلونکي کال په پسرلي کې به ډیرې کورنۍ له پاکستان څخه خپل هیواد ته ستنې شي.