د لاس رسي وړ اتصالات

تام ویسټ پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه د ملګروملتونو چارواکو سره خبرې کړي


افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ ویلي چې په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو اړوند مسلو په اړه یې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) او د مهاجرت نړیوالې سازمان (IOM) د چارواکو سره خبرې کړي دي.

توماس ویسټ د شنبې په ورځ ډسمبرنهم (لیندۍ ۱۸) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د ملګرو ملتونو ددغو دوو ادارو د چارواکو سره یې د ګواښ لاندې او زیانمنوونکو افغان کډوالو ته د دغو ادارو د ملاتړ د برابرولو په لارو چارو خبرې کړي دي.

ښاغلي ویسټ لیکلي: "ویاړم چې د امریکا متحده ایالاتو ددغو هڅو څخه د ملاتړ او زلزله ځپلو لپاره سږکال د ملګرو ملتونو د کډوالو کمیشنرۍ سره د ۷۷ میلیونو ډالره او د مهاجرت نړیوال سازمان سره د نهه میلیونو ډالرو مرسته کړې ده".

توماس ویسټ ویلي چې اسلام اباد ته د سفر پر مهال یې د یو شمیر افغان کډوالو سره هم له نږدې د هغوی پر وړاندې د پرتو ستونزو په باب خبرې کړي دي.

افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو ځانګړي استازي ویلي: "په ډیرو سختو شرایطو کې د هغوی [افغان کډوالو] میړانه ستایم. مونږ د هغوی د ساتنې غوښتونکي یو او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ او د مهاجرت د نړیوال سازمان او نورو شریکانو له هڅو څخه مننه کوو".

توماس ویسټ ددې دمخه د پاکستان د لنډ مهاله حکومت د بهرنیو چارو د وزیر جلیل عباس جیلاني او افغانستان لپاره ددغه هیواد د ځانګړي استازي اصف علي دراني سره د امریکا او پاکستان په دواړخیزو اړیکو او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو اړوند مسلو خبرې کړې وې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډسمبر په اووم د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې ویلي و چې ښاغلي جیلاني توماس ویسټ سره په کتنه کې د افغانستان د خلکو د هوساینې لپاره د نړیوالو شریکانو سره په ګډه د ډله ییز نږدیوالي د اهمیت په برخه کې په خپله ژمنه ټینګار کړی دی.

افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف علي دراني هم ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ځانګړي استازي توماس ویسټ سره یې د افغانستان اړوند مختلفو مسلو او ددغو مسلو په تړاو د نړیوالو غبرګونو په اړه خبرې کړي او دواړو خواو د همغږۍ او همکارۍ په زیاتو باندې ټینګار کړی دی.

اسلام اباد ته د توماس ویسټ د سفر دمخه د ډسمبر په څلورم د وګړو او کډوالو په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې جولیټا والز نویس په مشرۍ یو پلاوی هم پاکستان ته سفر کړی و او د پاکستاني چارواکو سره یې د افغان کډوالو او د هغوي د خوندیتوب او بیا میشته کیدو اړوند مسلو خبرې کړې وې.

توماس ویسټ اوجولیټا والز نویس په داسې حال کې اسلام اباد ته سفرونه کړي چې پاکستان لا هم د قانوني اسنادو نلرونکو افغان کډوالو د ایستلو بهیر ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان لنډ مهاله حکومت د روان ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په درییمه له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو چې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي د ایستلو پریکړه وکړه او دغو کډوالو ته یې د نومبر تر لومړۍ ورځې مهلت ورکړ چې له دغه هیواد څخه ووځي او که نه د ټاکلې نیټې وروسته به ونیول شي او خپلو هیوادونو ته به وشړل شي.

د پاکستان حکومت وايي چې په دغه هیواد کې د ۲.۳ میلیونو قانوني اسنادو لرونکو افغان کډوالو سربیره ۱.۷ میلیونه نور د قانوني اسنادو پرته اوسیږي.

د پاکستان د لنډ مهاله حکومت له خوا د قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د ایستلو پریکړه د طالبانو د حکومت په ګډون د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالو سازمانونو د غبرګون سره مخ شوې ده.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې ددغې کمیشنرۍ ارزونې ښيي چې په پاکستان کې ددغه هیواد د امنیتي ادارو له خوا د افغان کډوالو په نیولو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

دغې کمیشنرۍ د جمعې په ورځ ډسمبر اتم (لیندۍ ۱۷) په یو راپور کې ویلي چې د یوې میاشتې په موده کې په پاکستان کې شاوخوا ۲۸ زره افغان کډوال نیول شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "په ۲۰۲۳ کال کې د ډسمبر تر دوییمې ورځې پورې نږدې ۲۸ زره کسان توفیف او نیول شوي دي. دا [شمیر] د کډوالو توقیف او نیولو کې د ۲۰۲۳ ټول کال پرتله د اکتوبر د میاشتې تر پایه مودې کې اته چنده زیاتوالی ښيي".

دغې ادارې ویلي چې د سپټمبر د ۱۵ ورځې وروسته له ۴۴۸ زرو څخه زیات افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG