طالبانو د روژې لومړیو لسو ورځو کې د ښځو په ګډون لسګونه کسان په درو وهلي

طالبانو تیرو څه باندې دریو کلنو کې د ښځو په ګډون سلګونو کسانو ته د اخلاقي جرم د تور په ګډون په ورزشي ستډیومونو کې د زرګونو کسانو په مخ کې تعزیري سزاګانې ورکړي دي.(عکس ارشیف).

افغانستان کې د بدني سزاګانو په دوام د طالبانو تر کنټرول لاندې سترې محکمې ویلي چې د روژې د میاشتې د پیل راهیسې یې په کابل او یو شمیر ولایتونو کې د ښځو په ګډون په عام محضر کې لږ ترلږه ۳۰ کسانو ته تعزیري سزاګانې ورکړي دي.

سترې محکمې د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۱ ( کب ۲۱) ویلي چې ددغو سزاګانو په لړ کې یې تازه د دوشنبې په ورځ د کاپیسا په ولایت کې د یوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړیکو او څلورو نورو کسانو ته د لواطت په تور تعزیري سزاګانې ورکړي دي.

دغې محکمې په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي: " لومړنۍ محکمې یو مجرم په دوه میاشتې تنفیذي بند او ۳۵ دُرو، دوېیم مجرم په اتو میاشتو تنفیذي بند او ۲۰ دُرو، دوه تورن په دوو – دوو کلنو تنفیذي بند او ۳۹- ۳۹ دُرو او او دوه نور تورن په یو، یو کال تنفیذي بند او د ۱۵ څخه تر ۳۵ دُرو پورې په تعزیري سزاګانو محکوم کړي وو، چې دا پریکړه د سترې محکمې د مشرتابه له خوا د تائید وروسته تطبیق شوه".

همداشان سترې محکمې د دغې محکمې د اونیزو فعالیتونو په تړاو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د روژې د میاشتې له پیل راهیسې یې په کابل، ننګرهار،تخار، سرپل او د جوزجان په ولایتونو کې هم د ښځو په ګډون ۲۴ کسان په عام محضر کې په ورته تورونو په دُرو وهلي دي.

دغې محکمې ویلي چې د تعزیري سزاګانو ترڅنګ یو شمیر تورنو ته تنفیذي سزاګانې هم اورول شوي دي.

طالبانو په دې وروستیو اونیو کې د تعزیري سزاګانو د تطبیق لړۍ چټکه کړې ده. ددې دمخه د طالبانو د حکومت سترې محکمې د فبرورۍ د روانې میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې د ښځو په ګډون لږ ترلږه ۳۳ کسان عام محضر کې په دُرو وهلي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان واک د بیا ترلاسه کولو وروسته په تیرو څه باندې دریو کلنو کې د ښځو په ګډون په سلګونو کسانو ته په مختلفو تورونو په ځانګړي ډول د اخلاقي جرمونو په تورونو په ورزشي ستډیومونو کې د زرګونو کسانو په مخ کې تعزیري سزاګانې ورکړي دي.

همداشان د طالبانو د حکومت سترې محکمې ویلي چې تراوسه یې په افغانستان کې په عام محضر کې شپږو کسانو ته د اعدام سزا هم ورکړې ده.

طالبانو په عام محضر کې د اعدام د سزاګانو په لړ کې وروستۍ د تیر ۲۰۲۴ کال د نومبر ۱۳( لړم ۲۴) د پکتیا په ولایت کې په عام محضر کې یو تن ته د طالبانو د حکومت دریو محکمو د پریکړو او د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د تائید وروسته ورکړه.

د طالبانو د حکومت سترې محکمې ویلي و چې اعدام شوی کس محمد ایاز د حکیم خان زوی د پکتیا ولایت د میرزکې ولسوالۍ اصلي اوسیدونکی وو. دغې محکمې ویلي و چې محمد ایاز د حبیب الله په نوم د پکتیا ولایت یو اوسیدونکی وژلی وو.

د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د بنسټونو د پرله پسې غوښتنو سره سره په عام محضر کې د اعدام د سزا په ګډون د تعزیري سزاګانو پلي کیدو ته دوام ورکړی دی.