امریکا له جرمني څخه ۶۴۰۰ پوځیان باسي 

ټاکل شوېده د امریکا متحده ایالات د خپلې نوې دفاعي طرحې له مخې، له جرمني څخه خپل ۶۴۰۰ پوځیان امریکا ته ستانه کړي او ۵۴۹۹ نور له هغه هیواد څخه نورو اروپايي هیوادونو ته ولیږدوي.

اسوشیېټد پرس خبري آژhنس د یو شمیر جګپوړو امریکايي چارواکو په حواله چې نومونه یې ندي اخیستل شوي، راپور ورکړی چې په راتلونکو میاشتو کې به یو شمیر امریکايي پوځیان له جرمني څخه هغو اروپايي هیوادونو ته ولیږدول شي چې هلته نظامي حضور لري. یو شمیر دغه پوځیان به پولنډ کې میشت شي، هغه هیواد چې له ډیره وخته د امریکا د پراخ پوځي حضور غوښتنه کوي

د امریکا د دفاع وزارت د نوې طرحې پلي کیدل به په میلیاردونه امریکايي ډالره لګښت ولري او کلونه به وخت ونیسي، ځکه هغو زرګونو امریکايي پوځیانو ته چې نورو هیوادونو ته لیږدول کیږي، پوځي اډې جوړیږي.

د جمهور رئیس ټرمپ پر دې پریکړې ګڼ شمیر کسانو انتقاد کړی دی ، حتا د هغه د خپل ګوند سیاستوالو هم ویلي دي چې دا اقدام روسیې ته ډالۍ په شان دی او د امریکا ملي امنیت له خطر سره مخ کوي.

د امریکا د کانګرس د استازو مجلس د وسله والو خدمتونو د کمیټې کابو ۲۲ غړو جمهور رئیس ټرمپ ته د یوه لیک په استولو ویلي دي چې له اروپا څخه د دفاع په برخه کې د امریکا د تعهد کموالی، د روسیې پرخاشګریو او فرصت غوښتنې ته لار هواروي.

خو امریکايي چارواکي وايي د اروپا په ختیځ کې د امریکايي پوځیانو ځای پرځای کول، روسیې ته واضح پیغام ورکوي چې امریکا د سمیې په اړه خپله ژمنه نده هېره کړې او د مسکو له پرخاشګریو څخه د اروپا د ختیځ د ساتلو لپاره چمتو ده.

جمهور رئیس ټرمپ تیره میاشت اعلان وکړ چې غواړي په جرمني کې د خپلو پوځیانو شمیر له ۳۶ زرو څخه ۲۵ زرو ته راکم کړي. هغه ویلي جرمني نده توانیدلې چې حد اقل د خپل ناخالص درامد دوه سلنه په نظامي او دفاعي چارو ولګوي.

د هغه توافق چې تیر کال لاسلیک شو، متحدو ایالتونو په پولنډ کې ۱۰۰۰ نور پوځیان هم میشت کړل او د یوې فرقې قرارګاه، د محاربوي زده کړو یو مرکز او د بې پیلوټه الوتکو او پوځلپاره د ملاتړ تاسیسات جوړوي.

پر کابو ۳۶ زره پوځيانو سربیره ، د امریکا د ملي ګارد او احتیاط ۲۶۰۰ منسوبین او د دفاع وزارت کابو ۱۲ زره غیرپوځي کارکوونکي هم په جرمني کې میشت دي.

له دې ټولو سره سره تر اوسه دا روښانه نده چې د ښاغلي ټرمپ طرحه به چې ډیر کلونه وخت نیسي عملي شي که نه، ځکه د نومبر په دریمه نیټه د امریکا د ولسشمرۍ ټاکنې کولای شي ددې طرحې برخلیک مالوم کړي.