د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیره کرن ډیکر وايي، له افغانستان څخه یو شمېر وتلې مېرمنې هیواد ته د ستنېدو په صورت کې د خپلو حقوقو تضمین غواړي.
اغلې ډیکر د پنجشنبې په ورځ نومبر لسمه (لړم ۱۹مه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې پاکستان د خپل سفر په ترڅ کې یې په هغه هیواد کې له مېشتو یو شمېر افغان مېرمنو سره لیدلي دي چې افغانستان ته د بیرته ستنېدو په صورت کې د خپلو حقونو د نه تر لاسه کېدو په اړه یې اندېښنې درلودلې.
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو شارژدافیره کرن ډیکر زیاته کړې: "له افغانانو سره عاطفي خبرې ــ د هغه افغان مېرمنو په سترګو کې د اور لیدل چې غواړي بیرته افغانستان ته ستنې شي،خو وايي چې وېره لري چې واده ته به مجبوره شي او د زده کړو او کار څخه به محرومې شي. هغوی غواړي چې حقوق یې تضمین شي."
Emotional conversations with Afghans – saw fire in the eyes of Afghan women who want to return home to Afghanistan but say they are afraid they will be forced into marriage and denied education and work. They want their rights guaranteed.
— Chargé d’Affaires Karen Decker (@USAmbKabul) November 10, 2022
اغلې کرن ډيکر زیاته کړې چې موږ ( د امریکا متحده ایالات) هم د افغان مېرمنو لپاره هغه څه چې دوی یې غواړي ملاتړ کوو.
نوموړې وايي، له یادو افغان مېرمنو څخه یې غوښتي چې پیاوړې پاتې شي او افغانستان ته د بیرته ستنېدو پرمهال د افغانستان د داسې راتلوونکي سره مرسته وکړي چې د ټولو حقوق پکې خوندي وي.
د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو سفارت شارژدافیره چې خپلې چارې له قطر څخه مخته وړي د تیرې چهارشنبې په ورځ پاکستان ته د سفر خبر ورکړ.
اغلې ډیکر پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و چې له یاد سفر څخه یې هدف هلته له مېشتو افغانانو سره د افغانستان په اړه سلا مشورې کول دي، تر څو هلته د افغانانو او افغانستان څخه د ملاتړ په اړه له خلکو څخه واوري.
دا په داسې حال کې ده چې د څه باندې یو کال راپدېخوا په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته یو شمېر افغانان پاکستان ته تللي دي.
له هیواد څخه وتلې یو شمېر افغان مېرمنې هیواد ته د ستنېدو په صورت کې پر داسې مهال د خپلو حقوقو د تضمین غوښتنه کوي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د پنجشنبې په ورځ نومبر لسمه (عقرب۱۹) له طالب چارواکو څخه وغوښتل چې د نجونو او ښځو د بشري حقونو او ازادیو محدود کوونکې تګلارې او مقررات لغوه کړي.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشر تبا کروشي وویل چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې نجونو ته په کې د تعلیم بشپړ حق نه ورکول کېږي.
طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته د نجونو متوسطه او عالي لېسې وتړلې، په ښځو باندې یې کلک بندیزونه ولګول او په یو تازه اقدام کې په پارګونو کې د ښځو ورزش او منډې وهل یې هم بند کړي دي.