پاکستان او هند کې د طوفان خبرداری؛ له ساحلي سیمو څخه په زرګونو کسان بیځایه شوي

د عرب بحیرې ته څیرمه د هند او پاکستان په ساحلي سیمو کې سخت باران د دواړو هېوادونو په ساحلي ښارونو کې د سیلابونو د راوتلو لامل شوی، په لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې او د دغو دواړو هېوادونو زرګونه اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د هند او پاکستان د هوا پېژندنې ادارې چارواکو وړاندوینه کړې چې په راتلونکو څو ساعتونو کې به اورښت نور هم شدید شي او د جمعې تر ورځې به یو سخت طوفان دغه سیمې لاندې کړي.

د رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د هند په ګجرات ایالت کې د سیلابونو له امله سړکونه اوبو لاندې کړي او د دولتي مقاماتو په وینا د بارانونو او سیلابونو په پایله کې لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي دي.

د تیرې یکشنبې له ورځې راهیسې په ګجرات کې له ساحل سره نژدې څه دپاسه ۱۸ زره کسان ایستل شوي او د دولتي چارواکو په وینا، د پوځ ځواکونه هم د ژغورنې په هڅو بوخت دي.

سخت بارانونه، سیلابونه او طوفان د ساحلي ښارونو زیربنا ګواښي، په ځانګړې توګه د جمناګر ښار، چیرې چې د نړۍ ترټولو لوی د تیلو د تصفیې مرکز موقعیت لري. د جمناګر په شاوخوا کې د وادینار ښار هم د تیلو ډیری لوی تصفیه خانې لري.
دولتي مقاماتو ویلي، چې تر اوسه بارانونو او سیلابونو د دغو تصفیه خانو چارې نه دي ګډوډې کړي.

په پاکستان کې د هوا پېژندنې چارواکو مکب نیونکو ته خبرداری ورکړی چې تر شنبې ورځې پورې دې په عربي سمندرکي کې له کب نیولو ډډه وکړي.

د کراچۍ په بندري او ساحلي ښار کې د سختو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې له امله يې سړکونه اوبو وړي او برېښنا پرې شوې ده.

د پاکستان د هوا پېژندنې ادارې چارواکو هم خبرداری ورکړی چې د سند صوبې په دوو سیمو کې به په راتلونکو ورځو کې د سختو بارانونو او طوفانونو شاهد اوسي.
پاکستان په ۲۰۲۲ کې، د وژونکي سیلابونو شاهد و چې له ۱۷۰۰ څخه ډیر خلک یې ووژل او د هیواد ۳۳ ملیون نفوس یې اغیزمن کړ. د پاکستان حکومت هغه وخت ویلي و، چې دغه سېلاب د دغه هېواد اقتصاد ته تر ۳۰ میلیارد ډالرو ډېر زیان رسولی دی.