د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د ورښتونو او سیلابونو له کبله ۱۹۵ کسان مړه شوي


پاکستان کې د طبیعي ناورينونو د مخنيوي ملي ادارې ویلي چې د روان کال جولای له لومړۍ نېټې د اګست تر ۱۸ پورې د بارانونو او سېلابونو په بېلابېلو پېښو کې ۱۹۵ کسان مړه شوي او ۳۶۲ ژوبل شوي.
پاکستان کې د طبیعي ناورينونو د مخنيوي ملي ادارې ویلي چې د روان کال جولای له لومړۍ نېټې د اګست تر ۱۸ پورې د بارانونو او سېلابونو په بېلابېلو پېښو کې ۱۹۵ کسان مړه شوي او ۳۶۲ ژوبل شوي.

په پاکستان کې د طبیعي ناورينونو د مخنيوي ملي ادارې (اېن ډي ام اې) ویلي دي چې د روان ميلادي کال د جولاۍ له لومړۍ نېټې څخه د اګست تر ۱۸مې (زمري ۲۸) پورې د بارانونو او سېلابونو پر مهال په بېلابېلو پېښو کې ۱۹۵ کسان مړه شوي او ۳۶۲ ژوبل شوي دي.

دغې ادارې د اګست پر ۱۸مه (زمري ۲۸) ناوخته پر خپله وېبپاڼه په خپاره کړي بیان کې وویل چې دا تلفات د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې د ورښتونو د ودانیو ړنګېدو، تندر پرېوتو او په سېلابي اوبو کې د ډوبېدو په پېښو کې خلکو ته رسیدلي دي.

د اېن ډي ام اې د راپور له مخې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله د پنجاب په ایالت کې اوښتې ده چې په څه باندې یوه نيمه میاشت کې ۷۴ تنه مړه شوي او ۲۱۰ ژوبل شوي دي. ورپسې په خيبر پښتونخوا کې په همدې موده کې ۶۵ کسان مړه شوي او ۱۱۲ ژوبل شوي دي.

بل خوا په سيند ایالت کې ۳۲ کسان، بلوچستان کې ۱۵، د پاکستان تر واک لاندې کشمير کې پنځه او په ګلګت بلتستان کې څلور کسان مړه شوي دي.

راپور زیاتوي چې د اګست تر ۱۸مې د بارانونو پر مهال په پېښو کې دوه زره او ۲۹۳ کورونه ړنګ یا زیانمن شوي او ۳۵۲ څاروي وژل شوي دي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د پشکال بارانونو په پاکستان کې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د پشکال میاشت د جولای له ۱۵مې څخه د اګست تر نیمايي پورې وي. په دې موسم کې له عرب سمندرګي او د هند له بحره نم لرونکې هواګانې خیبر پښتونخوا او د پاکستان نورو برخو ته ځي چې له امله يې هلته بارانونه کېږي.

هغه ورښتونه د کرنې لپاره ګټور وي، خو زياتره وخت د سېلابونو، کمرونو نړېدو، او بېخبنا ته د زیان لامل هم ګرځي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG