هند کې د یوې مدرسې له نړولو وروسته په فرقه‌يي تاوتریخوالي کې درې کسان مړه شوي

د هند په شمالي ایالت اتراکنډ کې د فرقه‌يي تاوتریخوالي وروسته پولیس د سوځېدلیو موټرونو ترځنګ لیدل کیږي.

هندي چارواکو د جمعې په ورځ فبروري ۹ (سلواغې ۲۰) وویل چې د یوې مدرسې د ویجاړولو وروسته په رامنځته شوي فرقه يي تاوتریخوالي کې درې کسان مړه او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

چارواکو په شمالي ایالت اتراکنډ کې د پنجشنبې په ورځ هغه مدرسه او ورسره خوا کې جومات په بلډوزرونو هوار کړل او ادعا یې وکړه چې دغه ودانۍ د قانوني اجازې لرله پرته جوړې شوې وې.

پولیسو وویل، مسلمانو مظاهره کوونکو پر پولیسو د ډبرو ګوزارونه وکړل او د لاریون کوونکو د خورولو دپاره پولیسو له اوښکې بهونکي ګاز څخه کار واخیست.

د اتراکنډ د هلدواني سیمې د پولیسو ویاند نیلیش انند بهرني خبریالانو ته وویل، په نښتو کې درې کسان مړه شوي دي.

ددې سیمې چارواکې وندانا سینګ خبریالانو ته وویل چې په لسګونو نور لاریون کوونکي په "بیلابیلو روغتونونو" کې تر درملنې لاندې دي. هغې زیاته کړه چې په سیمه کې "پر بلواګرو باندې د ډزو کولو امر ترلاسه شوی دی."

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي د نښتو ویډیوګانې ښيي چې د سیمې هندو اوسیدونکي د مسلمانانو پر ضد شعارونه ورکوي او د خلکو پر یو ټولي باندې د ډبرو ګوزارونه کوي.

د هلدواني مسئولینو په سیمه کې د انټرنیټ خدمات بند کړي، ښوونځي تړل شوي او د خلکو پر راټولېدو بندیز لګول شوی دی.

چارواکو وویل، د ناکراریو د مخنیوي دپاره د ایالت له نورو برخو څخه اضافي‌ ځواکونه سیمې ته استول شوي دي.

د اتراکنډ اعلی وزیر پشکر سینګ دامي وویل چې حکومت به هر هغه چا ته سزا ورکړي چې په ناکراریو کې یې برخه اخیستې وي.

هغه د جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې په یو بیان کې وویل: "هیڅوک به پرې نږدي چې د سولې د ګډوډولو هڅه وکړي."

په هند کې په ۲۰۱۴ کې د صدراعظم نریندرا مودي د واکمن کېدو راهیسې په دغه هېواد کې د مسلمانانو د عبادت ځایونو خلاف د ملتپالو هندوان خوځښت پیاوړی شوی دی چې له کبله یې په دغه هېواد کې ۲۱۰ میلیون اقلیت مسلمانان خپل راتلونکي ته اندېښمن شوي دي.

دا مطلب هم ولولئ د هند صدراعظم د بابري جومات پرځای جوړ شوی مندر پرانیست

ملتپال هندوان هڅه کوي چې په هند کې د مشهورو جوماتونو پر ځای خپل عبادت ځایونه جوړ کړي.

تیره میاشت مودي په شمالي ښار ایودیا کې هغه مندر پرانیست چې د څو پیړیو زوړ ویجاړ شوي جومات پر ځای جوړ شوی دی.

په ۱۹۹۲ کې د بابري جومات ړنګولو فرقه ایزې بلواګانې رامنځته کړې او په ترڅ کې یې ۲۰۰۰ کسان ووژل شول چې ډیری یې مسلمانان وو.

د بشري حقونو ډلو د هند په هغو ایالتونو کې چې د مودي د بهارتیا جنتا ګوند لخوا اداره کیږي، پر چارواکو تور پورې کړی چې په سلیقوي ډول د مسلمانانو کورونه، سوداګرۍ او عبادت ځایونه د ویجاړولو لپاره په نښه کوي.

تیره میاشت په پلازمینه نوي ډیلي کې د یوې پیړۍ پخوانی جومات ونړول شو. د ښاروالۍ چارواکو ادعا وکړه چې دا جومات د ښار په شنه سیمه کې په غیرقانوني ډول جوړ شوی و.

په ایودیا کې د بابري جومات پر ځای د جوړ شوي مندر د پرانیستلو په پایله کې د خال خال فرقه يي تاوتریخوالي رامنځته کېدو وروسته، چارواکو د هند په ستر ښار ممبۍ کې د ځینو مسلمانانو د دوکانونو مخې ونړولې.