د لاس رسي وړ اتصالات

د هند په پایتخت کې چارواکو یو لرغونی جومات ویجاړ کړی


په هند کې د لرغونو جوماتونو پر ځای د هندو مذهب د معبدونو د جوړولو دپاره د ملت پالو هندوانو کمپاین زور اخیستی دی. (عکس: ارشیف)
په هند کې د لرغونو جوماتونو پر ځای د هندو مذهب د معبدونو د جوړولو دپاره د ملت پالو هندوانو کمپاین زور اخیستی دی. (عکس: ارشیف)

د هند په پایتخت نوي ډیلي کې چارواکو د څو پیړیو لرغونی جومات د بلدوزرونو په واسطه نړولی دی.

ددغه جومات د انتظامیې د کمیټې غړو د پنجشنبې په ورځ فبروري لومړۍ (سلواغې ۱۲) وویل چې دا جومات د یوې شنې ساحې څخه د "ناقانونه" جوړو شویو ودانیو د لیرې کولو د کمپاین په ترڅ کې ویجاړ شوی دی.

دا جومات په داسې حساس وخت کې نړول شوی چې په هند کې د لرغونو جوماتونو پر ځای د هندو مذهب د معبدونو د جوړولو دپاره د ملت پالو هندوانو کمپاین زور اخیستی دی.

په نوي ډیلي کې د نړول شوي اخونجي جومات انتظامیه وايي چې دا جومات نږدې ۶۰۰ کاله وړاندې جوړ شوی و او یوه مدرسه هم پکې و چې شاوخوا ۲۲ طالبانو پکې زده کړه کوله.

د نوي ډیلي د مهراولي د ځنګله په سیمه کې دا جومات د سه شنبې په ورځ ویجاړ شو. په دغه بډایه سیمه کې د ځینو داسې لرغونو ودانیو پاتې شونې شته چې د عصري ډیلي له جوړېدو دمخه ابادې شوي دي.

د اخونجي جومات د انتظامیې غړي محمد ظفر فرانس پرس خبري اژانس ته وویل چې دغه جومات د "شپې په تیاره کې" ویجاړ شوی او په اړه یې دوی ته له وړاندې خبر نه دی ورکړل شوی.

هغه زياته کړه، چې د جومات په انګړ کې د موجودو قبرونو بې حرمتي شوې او د ودانۍ له نړولو وړاندې هیچا ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې له جومات څخه د قران کريم نسخې او نور توکي وباسي.

ظفر فرانس پرس ته وویل: "زموږ پلرونه او ډېر عزتمند شخصیتونه هلته ښخ شوي دي. اوس د قبرونو هیڅ نښه نشته. د جومات او قبرونو د نړولو وروسته خځلې ایستل شوي او په کوم بل ځای کې اچول شوي دي. "

د ډیلي د ښاري پراختیا ادارې چې دغه جومات یې ویجاړ کړی، سمدستي په دې اړه د فرانس پرس پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

د پنجشنبې په ورځ په ګڼ شمېر پولیسو ویجاړ شوي جومات ته غځېدلي سرکونه تړلي وو او خلک یې نه ورپرېښودل.

له دې یوه اونۍ وړاندې د هند صدراعظم نریندرا مودي په شمالي ښار ایودیا کې هغه مندر پرانیست چې د څو پیړیو زوړ بابري جومات پر ځای جوړ شوی دی.

بابري جومات په ۱۹۹۲ کال کې د مودي د بهارتیا جنتا ګوند د پلویانو په لمسون د یو کمپاین په ترڅ کې ونړول شو چې په نتیجه کې یې د مسلمانانو او هندوانو ترمنځ په رامنځته شوي فرقه‌ یي تشدد کې شاوخوا ۲۰۰۰ کسان ووژل شول چې ډیری یې مسلمانان وو.

د هند په واراناسي ښار کې د هندو مذهب فعالانو په دغه ښار کې د تاریخي ګیانواپي جومات په اړه ادعا کړې چې دا جومات څو پیړۍ وړاندې د مغلو په واکمنۍ کې د یو مندر پر ځای جوړ شوی دی.

هندو عبادت کوونکي د پنجشنبې په ورځ وروسته له هغه د ګیانواپي جومات ته ننوتل چې یوې سیمه ایزې محکمې ورته ددې کار اجازه ورکړه.

په هند کې د هندوانو د حاکمیت د ټینګولو غوښتنې په ۲۰۱۴ کې د مودي د واکمن کېدو راهیسې زور اخیستی، او په دغه هېواد کې د ۲۱۰ میلیونو وګړو مسلمان اقلیت یې د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن کړی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG