پاکستان کې د امنیتي اندېښنو له کبله درې پوهنتونونه تړل شوي

اسلام اباد کې د پوځ اړوند درې پوهنتونونه تړل شي. (عکس: ارشیف)

د پاکستان امنیتي مقاماتو د دوشنبې په ورځ جنوري ۲۲ (سلواغې دوهمه) وویل چې ددغه هېواد په پایتخت اسلام اباد کې د پوځ سره تړلي درې پوهنتونونه د امنیتي اندېښنو له کبله تړل شوي دي.

په پاکستان کې عمومي ټاکنو ته دوه اونۍ پاتې دي او د سیاسي، اقتصادي او امنیتي کړکېچ په لړ کې د داسې بریدونو په اړه اندېښنې په زیاتېدو دي چې پولیس او د پوځ سرتیري په نښه کوي.

د اسلام اباد د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته وویل چې په اسلام اباد کې د ملي دفاع پوهنتون، بحریه پوهنتون او هوايي پوهنتون "د احتمالي ګواښونو له امله تړل شوي دي."

دغه پوهنتونونه د پاکستان د پوځ، سمندري او هوايي ځواکونو پورې تړلي دي.

په هغه لیک کې چې د بحریه پوهنتون محصلینو ته لیږل شوی، او فرانس پرس لیدلی، ویل شوي: "د امنیتي دلایلو له کبله... ټول پوهنځي او کارکوونکي، پرته له امنیتي او اړینو اداري کارکوونکو، به له کور څخه کار وکړي."

په پاکستان کې د فبرورۍ په اتمه ټولټاکنې کیږي او په زرګونو اضافي ځواکونه په اسلام اباد او افغانستان ته څېرمه په شمال لویدیځې سیمې کې د امنیت ساتلو دپاره ګومارل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمن کېدو راهیسې، د ۲۴۰ میلیونه نفوس لرونکي پاکستان په سرحدي سیمو کې د اورپکو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی او پاکستاني چارواکو په وار وار ادعا کړې چې کابل اورپکو ته خوندي ځایونه ورکړي دي.

په اسلام اباد کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو د مرکز په وینا، تېر کال په دغو بریدونو کې تر ۱۵۰۰ زیات ملکي وګړي، امنیتي ځواکونه او وسله وال وژل شوي چې دا په تیرو شپږو کلونو کې د تلفاتو ترټولو لوړه شمېره ده.

په ۲۰۱۴ کال کې، پاکستاني طالبانو د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې پر یو پوځي ښوونځي په برید کې تر ۱۵۰ ډېر کسان ووژل، چې ډېری یې ماشومان وو. په ځواب کې د پاکستان پوځ په سیمه کې د وسله والو د ځپلو دپاره پراخ عملیات پیل کړل.