د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې بریدونه زیات شوي، ایا د فضل الرحمن سفر یې په کمېدو کې اغیز لرلای شي؟ 


د راپورونو له مخې په پاکستان کې په دې وروستیو کې په امنیتي ځواکونو باندې بریدونه زیات شوي دي. وروستۍ پېښه د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې یوه چاودنه وه چې په کې شپږ پولیس ووژل شول.

پېښه د یادې ولسوالۍ له مرکز څخه ۲۰ کلومیتره لیرې د ماموندو تحصیل په بیلوټ فرش سیمه کې هغه مهال شوې کله چې نږدې ۱۰۰ پولیس د ګوزڼ کمپاین امنیت ساتلو لپاره په یو موټر کې په لاره وو.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال شاهنواز تر کزي له امریکا غږ سره د ځايي پولیس چارواکو له خولې وویل چې د پولیس موټر ته په لاره کې ماین اېښودل شوی. تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د دې پېښې مسؤلیت منلی دی. ماموند تحصیل د باجوړ غریزه سیمه ده چې پر ډیورنډ کرښه د افغانستان له کونړ ولایت سره پرته ده. په هغه سیمه کې تر دې وړاندې هم ورته بریدونو مرګژوبله اړولې ده.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې لا هم په کې د پولیو ویروس شته. په ۲۰۲۳ز کال کې په پاکستان کې شپږ ماشومان ګوزڼ شوي وو چې څلور په کې د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند صوبې وو.

دا مهال د دې هېواد په څلور واړه ایالتونو کې د ګوزڼ ضد کمپاین پیل شوی چې په خیبر پښتونخوا کې اووه میلیون، پنجاب کې ۲۳ میلیون، سیند کې ۱۰ میلیون، او په بلوچستان کې دوه میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین شوی دی.

پاکستان کې د نا امنۍ پېښې

له ۲۰۲۲ز کال راهیسې په باجوړ کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي چې په کې د سیمې مشران، دیني عالمان او امنیتي سرتېري په نښه شوي دي.

د خیبر بښتونخوا په باجوړ کې د دې وروستۍ پېښې وراخوا د جنورۍ پر اوومه نېټه په کورمه کې وسلوالو پر مساپر وړونکو ګاډو بریدونه کړي چې په کې څلور تنه وژل شوي او درې ژوبل دي. په یاده پېښه کې یوه ډاکټره رقیه له خپل ورور سره یوځای وژل شوې او پلار یې ژوبل دی، د هغې عکسونه پر ټولنیزو رسنیو هم خپاره شوي دي.

په پاکستان کې د ټولټاکنو د نېټې (د فبرورۍ اتمه) له رانږدې کېدو سره سم امنیتي پېښې هم په زیاتېدو دي، په دا ورستیو کې د پاکستان پر دوو مهمو سیاستوالو ناڅرګندو وسله والو بریدونه وکړل چې په کې د سر زیان نه وو اوښتی. لومړی برید د جمعیت علمای اسلام د مشر مولانا فضل الرحمن پر ګاډي د دسمبر پر ۳۱مه نېټه (۲۰۲۳ کال) وشو چې کله هغه په دېره اسماعیل خان کې د ټاکنیز کمپاین لپاره پر لاره وو. د ملي جمهوري غورځنګ د مشر محسن داوړ پر ګاډي هم د جنورۍ پر څلورمه نېټه په شمالي وزیرستان کې برید وشو. نوموړی د ټاکنیزو هلوځلو لپاره خپلې سیمې ته روان وو چې پرې برید وشو.

کابل ته د فضل الرحمن سفر د دغو بریدونو کمېدو کې رول لرلای شي؟

شنونکي وايي چې په ځانګړو حالاتو کې په پاکستان کې اکثره وخت پېښې زیاتېږي لکه د انتخاباتو پر مهال یا هم دغه هېواد ته د نړۍ د مهمو کسانو د سفرونو پر مهال.

په اسلام اباد کې د انډیپنډنټ ورځپاڼې مدیر او شنونکی هارون رشید له امریکا غږ سره په خبرو کې وویل، چې دا د پاکستان بدمرغي ده چې د مهمو واقعاتو له رانږدې کېدو سره امنیتي حالات کړکېچن شي: «اوس په پاکستان کې ټاکنې راروانې دي، یوه میاشت وخت ورته پاتې دي، تر هغه نه مخکې د بریدونو زیاتېدل د خلکو اندېښنې هم ورسره زیاتې کړي‌ دي. او هغه داچې د دې امنیتي پېښو له ټاکنو سره تعلق شته که نشته، یانې که حالات همداسې روان وو نو ټاکنې به وځنډول شي که نه.»

هارون رشید زیاتوي اوس خو د پاکستان حکومت په خوښه فضل الرحمن هم افغانستان ته تللی دی او هلته له طالب چارواکو سره ملاقاتونه کوي. هغه وویل: «د هغې باوجود که دا بریدونه همداسې روان وو نو ښکاري خو داسې چې وسله والې ډلې لکه ټي ټي پي نه غواړي چې خپل بریدونه کم کړي او تر هغو به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي چې خپلې غوښتنې یې د پاکستان په حکومت نه وي منلې.»

د هارون رشید په وینا داسې نه ښکاري چې د فضل الرحمن له دورې څخه به د پاکستان تحریک طالبان (ټي ټي پي) پر بریدونو یوڅه اثر پرېوځي، د ده په اند له تېرو دوو کلونو راهیسې ټي ټي پي په افغانستان کې د طالبانو فشار هم برداشت کړی دی. داسې نه ښکاري چې د فضل الرحمن سفر به ټي ټي پي غلې کړي یا به د هغوی بریدونه کم کړي. دا پېښې به همداسې روانې وي. خو مهمه پکې دا ده چې پر ټاکنو به یې اثر پرېوزي که نه.

په لندن کې میشت خبریال او د چارو شنونکی ضیاء الله همدرد بیا وايي چې په بریدونو کې به کمی هغه مهال راځي کله چې د پاکستان ریاست د ترهګرۍ ضد تګلاره روښانه کړې نه وي: «زموږ په سیمو کې د ترهګرۍ پېښې ځکه نه ودرېږي چې د پاکستان تګلاره څرګنده نه ده، دلته د پښتنو په قبایلي سیمو کې نږدې ۱۱ پوځي عملیات وشول، خو نتیجه یې هېڅ ورنکړه. ریاست له ټي ټي پي سره خبرې کوي، خلک یې ورته خوشې کړل. له دوی سره یې معاهدې هم کړې دي، نو موږ ته خو د پاکستان په پالیسي کې څرګند دریځ نه ښکاري.»

د راپورونو په اساس، د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر تېرکال په دسمبر میاشت کې امریکا ته د خپل سفر پر مهال ویلي ول چې د ترهګرۍ تر ختمېدو پورې به یې هېواد جګړې دوام ورکوي، نوموړي ویلي وو چې د نړۍ او سیمې د امنیت خوندي ساتلو لپاره یې د ترهګرۍ ضد جګړه کې ډېرې قربانۍ ورکړي‌ دي.

په پاکستان کې د اکثریت بریدونو مسئولیت پاکستاني طالبانو منلې د. اسلام اباد ادعا کوي چې د پاکستان د تحریک طالبان پاکستان غړي په افغانستان کې دي، له هغه ځای څخه په پاکستان کې بریدونو پلانوي او کوي. خو افغان طالبان وايي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي، د افغانستان له خاورې د نورو په ضد کار واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG