د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزپ بوریل، چې د خبرو لپاره د لبنان پلازمینې بیروت ته تللی، د اسرائیل او حزب الله په جګړې کې د "سمدستي اوربند" غوښتنه وکړه.
اسرائیل د روان کال د سپټمبر له ۲۳ نېټې راهیسې، په لبنان باندې هوایی بریدونه کول او بیا یې ځمکني ځواکونه هم واستول. اسرائیل دا کار د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اومه نېټه په اسرائيل باندې د حماس له بریدونو وروسته هغه وخت وکړ چې حزب الله د خپل متحد حماس په ملاتړ پر اسرائیل د بریدونو لړۍ پیل کړه.
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر بوریل د لبنان د پارلمان له رئیس نبی بیري سره له کتنې وروسته، چې د حزب الله په استازیتوب د منځګړیتوب د هڅو مشري کوي، وویل: "موږ مخ په وړاندې یوازې یوه ممکنه لاره وینو: سمدستي اوربند او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۷۰۱ پریکړه لیک بشپړ پلي کیدل."
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ۱۷۰۱ پریکړه لیک د حزب الله – اسرائیل د ۲۰۰۶ کال جګړه پای ته ورسوله او په کې ذکر شوي چې د لبنان سرتیري او د ملګرو ملتونو سوله ساتونکي باید د دې هیواد په سویل کې یوازیني وسله وال ځواکونه وي، په هغې سیمې کې چې حزب الله واک لري.
په یکړه لیک کې همداشان له اسرائیل غوښتل شوي چې له لبنان څخه خپل ځواکونه وباسي.
ښاغلي بوریل د یکشنبې په ورځ نومبر ۲۴ (لیندۍ ۴) وویل: "په سپتمبر کې زه راغلم او هیله مند وم چې موږ وکولی شو پر لبنان باندې د اسرائیل د بشپړ برید مخه ونیسو."
هغه زیاته کړه چې "دوه میاشتې وروسته لبنان د پرځیدو په حال کې دی".
بوریل وویل چې اروپایی اتحادیه د لبنان د پوځ لپاره د ۲۰۰ میلیون یورو چمتو کولو ته حاضره ده چې د اسرائیل سره د پولې په اوږدو کې په لوی شمیر سرتیري ځای پرځای کړي چې دا کار د اوربند په خبرو کې یو مهم ټکی دی.
فرانسه او واشنګټن د اوربند هڅې پرمخ وړي، د متحده ایالاتو ځانګړي استازي هاموس هاګسټاین په دې اونۍ کې لبنان او اسرائیل ته سفر کوي چې د ۱۷۰۱ پریکړه لیک پلي کولو پراساس د اوربند د پلان په اړه بحث وکړي.
بوریل د سمدستي اوربند په کیدو باندې په ټینګار سره وویل چې مونږ "باید د اسرائیل پر حکومت فشار راوړو او پر حزب الله هم فشار ته دوام ورکړو چې د امریکا د اوربند وړاندیز ومني."