امریکا د ایران د سپاه پاسدارن په پنځو غړو او قدس ځواک په یو سازمان بندیز ولګوه

د ایران د سپاه پاسدران ځواکونو لوګو/نښه

د امریکا د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ جون لومړۍ (جوزا ۱۱) په یو لړ «تروریستي توطیو» کې د لاس لرلو له کبله د ایران د سپاه پاسداران په پنځو غړو او د دغه هېواد د قدس ځواکونو په یو سازمان بندیز ولګوه.

د امریکا د مالیې وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنترول ادارې دا خلک او سازمان «د متحدو ایالتونو د مخکنیو مقاماتو، امریکايي‌ اتباعو، دوه تابعیت لرونکو وګړو او د ایران د مخالفانو د وژلو» په پلان کولو تورن کړي دي.

د ترهګرۍ ضد مالي اطلاعاتو په چارو کې د امریکا د مالیې وزارت مرستیال براین نلسن ټېنګار وکړ چې دوی به د «بشري حقونو د مدافعانو د خاموش کولو، د ایرانیانو د ازادۍ سلبولو او د ایران د مخالفانو د ترور کولو لپاره» د سپاه پاسدران او قدس ځواکونو د «تاوتریخجنو اقداماتو» افشا کول او خنثی کول روان ساتي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په دې اړه په خپل ټویټ کې ولیکل: «موږ به د امریکايي وګړو او مقاماتو په ضد د توطیو په ګډون د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د بهرني خشونت افشا کول او ختمول روان ساتو.»

هغه لیکلي دي چې «نن مو د سپاه پاسدران په پنځو غړو او د ایران په یو هوايي شرکت، چې په توطیو کې یې لاس لره، بندیز» ولګوه.

هغه افراد چې بندیز پرې لګول شوی

په هغو کسانو کې، چې بندیز پرې لګول شوی، یو هم محمد رضا انصاري دی، چې د قدس ځواکونو یو مجرب غړی او په سوریه کې د دغو ځواکونو د فعالیت ملاتړی و. هغه د دغو ځواکونو د هغې څانګې مشر دی، چې دنده یې له ایران څخه د باندې په امریکا، منځني ختیځ، اروپا او افریقا کې د پټو عملیاتو ترسره کول دي.

ده د ایران د قدس ځواکونو له یو بل غړي شهرام یوسفي سره یو ځای د امریکا د مخکني دولت د دوو مقاماتو د وژلو پلان جوړ کړی او هڅه یې کړې وه. په هغه باندې په ۲۰۲۲ کې بندیز لګول شوی و.

حسین حافظ امیني بل هغه کس دی، چې د ایران او ترکیې ګډ تابعیت لري او په ترکیې کې مېشت دی. نوموړي په هوايی شرکتونو کې د کار او فعالیت له لارې د قدس ځواکونو سره په پټو عملیاتو کې برخه لرله چې د انسانانو تښتول او د ایران د رژیم د مخالفانو ترور کول په کې شامل وو.

دا مطلب هم ولولئ

امریکا د ایران سپاه پاسدران ځواکونه یو ترهګر سازمان وپېژنده

د قدس ځواکونو بل غړی، چې امریکا پرې بندېز لګولی دی، روح الله بازقندي نومېږي. ده په عراق او ترکیې کې د دغه سازمان په خونړیو عملیاتو کې او همدغه راز د اسرائیل د اتباعو په ضد په خونړیو عملیاتو کې لاس لره.

رضا سراج بیا په اسیا کې د امریکايي‌ اتباعو په ضد عملیاتو او اطلاعاتو په ټولولو کې ښکیل و. هغه مخکې د قدس ځواکونو د یوې ځانګړې څانګې مشر و چې د اسرائیل په اتباعو یې د بریدونو مسئولیت لره. په ده هم بندیز لګول شوی.

د امریکا د دغو بندیزونو په پایله کې به په متحدو ایالتونو کې د دغو افرادو ټولې شتمنۍ او زېرمې کنګل کېږي. په دې سربېره، د هغو ادارو شتمنۍ هم ګنګل کېږي، چې ۵۰ سلنه او یا تر دې زیاته یې د دغو تحریم شویو کسانو د یو یا ټولو برخه وي.

د امریکا د مالیې وزارت بهرنیو شتمنیو د کنترول ادارې تېره ورځ د سوریې په دوو مالي خدماتي شرکتونو باندې، چې په پټه یې د قدس ځواکونو، د بشارالاسد د رژیم او په لبنان کې د حزب الله له ډلې سره مرسته کوله، بندیز ولګوه.