امریکا د ایران سپاه پاسداران د ترهگرو په تور لسټ کې شاملوي

دا لمړی ځل دی چې امریکا به د یو هیواد ځواکونه د ترهگرو په لسټ کې شاملې کړي.

امریکا کې رسنۍ وایي چې حکومت پریکړه کړیده د ایران د سپاه پاسداران ځواکونه د ترهگرو په تور لسټ کې شاملوي.

رویټرز لیکي چې د امریکا د پوځ درې تنو لوړپوړو چارواکو ورته ویلي دي چې د امریکا د بهرنو چارو وزارت به د ایران د سپاه پاسداران د ځواکونو د ترهگرو په تور لسټ کې د شاملولو اعلان راتلونکي اونۍ وکړي.

دا لمړی ځل دی چې امریکا به د یو هیواد ځواکونه د ترهگرو په لسټ کې شاملې کړي.

دا اندیښنې هم موجودي دي چې د امریکا دا اقدام به د دواړو ملکونو اړیکې لا نورې خرابې کړي.

امریکا د سپاه پاسداران انقلاب ځینې غړې پخوا د ترهگرو په لسټ کې اچولې دي خو دا به لمړې ځل وي چې ټوله اداره ترهگر وبلي او په لسټ کې یې ونوموي.

د یادونې وړ ده چې په امریکا کې پخوا هم د سپاه پاسداران د ځواکونو د ترهگرو په لسټ کې د شاملولو په اړه گنگوسې کیدی خو امریکایي چارواکو به په دی اړه د اقدام نه ډډه کوله.

ښاغلی ټرمپ د ایران په اړه د تیر حکومت په پرتله زیات سخته تگلاره خپله کړیدی او پرله پسې یې تور لگولی دی چې ایران د ترهگرو ډلو لکه حزب الله، حماس، القایده او طالبانو سره مرسته کوي.