ټرمپ: د "چیني ویروس" نه زیانمن شویو امریکایانو ته پیسې ورکوو

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ ویلي، د هغو امریکایانو سره به ډیر ژر مالي مرستې وشي چې د کروناویروس د خپریدو په وجه زیانمن شوي دي.

په متحده ایالاتو کې د کروناویروس د خپریدو وروسته زیات شمیر هوټلونه، رستورانونه، شرابخانې، کاروبارونه او هوایي شرکتونه په پام وړ له فعالیت لویدلي دي.

ښاغلي ټرمپ د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۸ (کب ۲۸) په یو ټویټري پیغام کې د کروناویروس په وجه زیانمن شویو امریکایانو ته په خطاب کې لیکلي: "هغو کسانو سره چې د مهمو او لازمو پالیسو په وجه لکه د هوټلونو، رستورانونو او شرابخانو د بندیدلو له امله له کاره پاته دي ډیر ژر پیسې ورکول کیږي. د [یني ویروس یرغل ستاسې ګناه نده! له تل څخه به غښتلي اوسئ!"

تویت ترمپ:

په متحده ایالاتو کې د کروناویروس د پیښو له ثبت کیدو وروسته چې ورته جدي پاملرنه ونشوه ښاغلی ټرمپ د امریکایي رسنیو تر جدي انتقادونو لاندې راغی.

ښاغلي ټرمپ په یو بل پیغام کې د کروناویروس د مخنیوي په هکله له خپلو اقداماتو نه دفاع کړې او لیکلي یې دي چې: "ما تل د چیني ویروس سره جدي برخورد کړی او له پیل نه مې د چین پرمخ د سرحدونو د تړلو په اړه د خپل مقدماتي تصمیم په ګډون ډیر ښه کار کړی، که څه هم چې تقریباً ټول ورسره مخالف وو، د زیات شمیر خلکو ژوند وساتل شو".

په متحده ایالاتو کې د ملي بیړني حالت له اعلان وروسته ښاغلي ټرمپ وویل چې د کروناویروس سره د مقابلې لپاره به تر ۵۰ میلیارد ډالرو پورې د امریکا په واک کې وي.

ټاکل شوې چې ښاغلی ټرمپ د چهارشنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې د کروناویروس پر ضد او د امریکایانو سره د مالي مرستو په هکله نور اقدامات اعلان کړي.