د بهرنیو کړکیچونو په اړه د ټرمپ سیاستونو ته کتنه

ټرمپ تل له نه ختمیدونکو جګړو څخه د امریکايي پوځیانو په ایستلو ټینګار کړی دی

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ تل په خپلو کمپاینونو کې په بهرنیو نه ختمیدونکو جګړو کې د امریکايي پوځیانو د حضور په پای ته رسیدو ټینګار کړی خو په دې کار بریالی شوی ندی.

اوسمهال ۲۰۰ زره امریکايي پوځیان په ګڼ شمیر هیوادونو کې میشت دي او واک ته د ټرمپ د رسیدو مخکې مودې په پرتله اوس په منځني ختیځ کې امریکايي پوځیان ډیر شوي دي.

د سوریې جنجال

د سوریې په شمال ختیځ کې نارامۍ وروسته له هغه رامنځ ته شوې چې ، جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په اکټوبر کې د امریکايي عسکرو د ایستلو ناڅاپه پریکړه وکړه او د ترکیې لپاره یې د کردي جنګیالیو پر ضد د عملیاتو موقع رامنځ ته کړه.

څو اوونۍ وروسته پنټاګان په یوه راپور کې وویل چې د امریکايي پوځیانو د ایستلو پریکړې د اسلامي ډولت ډلې ته د بیا جوړیدو زمینه مساعده کړېډه.

شنونکي وايي په سوریه کې د امریکا موقف ډیر ماتیدونکی دی او له اردوغان سره د ټرمپ له هوکړې مخکې مودې په پرتله ډیر پیچلی شوی دی.

ټرمپ که څه هم یو شمیر ځواکونه له سوریې څخه عراق ته ولیږدول خو یو شمیر نور یې په هغه هیواد کې د تیلو د تاسیساتو د ساتنې په هدف پریښودل.

داعش په وړاندې بریا

که څه هم خلافت په سوریې او عراق کې خپلې اکثریت سیمې له لاسه ورکړ خو د کارپوهانو په وینا تروریزم او شدیده تندلاري لاس هم جدي ګواښ ګڼل کیږي.

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ اکثریت وختونه ویاړي چې له داعش سره په جګړه کې بریالی شوی او د یادې ډلې مشر ابوبکر البغدادي يې وژلی دی.

نوموړي په نوامبر میاشت کې په افغانستان کې له امریکايي پوځیانو سره د لیدنې پرمهال وویل چې په سوریه کې د داعش خلافت له منځه تللي دی.

د افغانستان جګړه او د سولې هڅې

که څه هم له افغانستان څخه دوه زره امریکايي پوځيان وتلي خو لاس هم دولس سرتیري په هغه هیواد کې میشت دي.

ښاغلي ټرمپ وویل: " موږ غواړو تر هغه وخته پاتې شو چې یا یو قرار داد ترلاسه کړو او یا په بشپړ ډول بریالي شو. دوی د یوه قرار داد لپاره ډیر سخت لیوال دي."

د ایران په وړاندې اقدام

ټرمپ د تهران په وړاندې سخت اقدامات وکړل او د اټومي قرار داد څخه په وتلو پر هغه هیواد یې بندیزونه زیات کړل.

د تیلو پر تاسیساتو له برید وروسته چې ریاض ایران ملامت وباله، ټرمپ سعودي عربستان ته درې زره پوځیان ولیږل.

ټرمپ څو میاشتې مخکې د کانګرس هغه هڅې هم ویتو کړې چې په یمن کې یې د سعودي له جګړې څخه د واشنګټن د ملاتړ د پای ته رسیدو غوښتنه کړې وه.

منتقدین وايي، دا اقداماتو په مجموعي ډول له روښانه بهرني سیاست سره مرسته نشي کولای.

امریکا په سهیلي کوریا کې د شمالي کوریا د ویرولو لپاره ۲۸ زره عسکر لري او له کیم سره د ټرمپ خبري هم تر اوسه ناکامه شوي دي.

د امریکا د یو اعشاریه درې میلیونو وسله والو ځواکونو څخه کابو ۲۰۰ زره عسکر د نړۍ په مختلفو برخو کې میشت دي.