ټرمپ د امریکا د پوځ تر ټولو لوړ پوړی نظامي افسر له دندې لیرې کړ

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ترمپ جمعه فبروري ۲۱ ( کب درییمه) د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز، جنرال چارلز کیو بروان له دندې لیرې کړ.

دا د وسله والو ځواکونو په مشرتابه کې د جمهور رئیس ټرمپ تازه ادلون بدلون دی.

جمهور رئیس ټرمپ د جنرال براون لیرې کولو دلیل ندی روښانه کړی او په ټولنیزه شبکه کې یې د هغه ۴۰ کلن نظامي خدمت ستایلی دی.

ښاغلي ټرمپ لیکلي، " هغه یو غوره شخص او فوق العاده مشر دی. زه هغه او کورنۍ ته یې د غوره راتلونکې هیله لرم".

جمهور رئیس لیکلي چې د جنرال براون پر ځای د هوایي ځواکونو ډګر جنرال ډان "رازین" کېن د نوي عمومي لوي درستیز په توګه نوموي.

جنرال بروان چې تور پوستی امریکایي دی د مخکني جمهور رئیس جو بایډن لخوا د وسله والو ځواکونو عمومي لوي درستیز په توګه نومول شوی و چې د کار دوه کاله موده یې پاتې وه. هغه د امریکا په تاریخ کې دویم تور پوستی امریکایي و چې د پوځ دا تر ټولو لوړ مقام یې تر لاسه کړی و.

د جمهور رئیس ټرمپ تر اعلان وروسته جنرال بروان د امریکا په هوایي ځواکونو کې د خپل ماموریت یادونه کړې او ویلي یې دي چې دی په ډلګي کې یوازینی افریقایي امریکایي و.

هغه همدارنګه لیکلي چې د ماموریت اجرا پر وخت به د فشار لاندې و چې د غلطۍ پرته یې ترسره کړي او وایي فکر یې کاوه چې تر ده مشرانو پدې خاطر ترې لږه توقع درلوده چې په خټه افریقایي امریکایي و.

جنرال براون په هوایي ځواکونو کې د دوه جنګي ډلګیو مشري کړې او همدارنګه د امریکا په مرکزي قوماندانۍ او هند – آرام سمندر په قوماندانۍ کې د هوایي ځواکونو مسؤل تیر شوی . هغه د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکټوبر میاشتې راهسیې د وسله والو ځواکونو عمومي لوی درستیز و.