د لاس رسي وړ اتصالات

هګست د اوکراین او ناټو په غونډو کې د ګډون لپاره اروپا ته تللی


د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پیټ هګست
د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پیټ هګست

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پیټ هګست په خپل لومړني رسمي سفر اروپا ته تللی او د اوکراین په اړه د ناټو په غونډه کې ګډون کوي.

هغه د دوشنبې په ورځ، فبروري ۱۰ (سلواغه ۲۲) دا سفر پیل کړ او ټاکل شوې ده چې په جرمني، بلجیم او پولنډ کې تم شي.

هګست په جرمني کې د اروپا او افریقا لپاره د متحده ایالاتو د پوځ قوماندانۍ ګوري او په دغو سیمو کې د روان وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کوي.

هګسټ له جرمني څخه د بلجیم بروکسیل ته ځي چې په کې د چهارشنبې په ورځ د اوکراین په اړه د ناټو د دفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه پیل کیږي.

د متحده ایالاتو د دفاع چارواکي وايي هګسټ به پر اروپايي مقاماتو فشار راوړي چې خپله دفاعي بودیجه زیاته کړي او د هغو ننګونو سره د مقابلې مشري وکړي چې اروپا ورسره مخامخ ده.

ټاکل شوې چې هګسټ به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غوښتنې سره سم د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې د ډیپلوماتیکې حل لارې غږ وکړي. ددې جګړې درېیم کال روان دی.

په بروکسیل کې "د اوکراین د دفاع د تماس غونډه"، چې د روسیې خلاف په جګړه کې د اوکراین ملاتړ ته ژمن ۵۰ هېوادونه په کې غړیتوب لري، په لومړي ځل په داسې حال کې غونډه کوي چې په متحده ایالاتو کې ټرمپ بیا ولسمشر شوی دی او په لومړي ځل ددې غونډې مشري د امریکا پر ځای بل هېواد کوي.

دا "د اوکراین د دفاع د تماس" ۲۶مه غونډه ده چې بریتانیا یې مشري کوي.

د بریتانیا د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې غونډه به "د اوکراین لپاره په لومړیتوبونو باندې تمرکز وکړي ځکه چې نړیواله ټولنه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د غیرقانوني یرغل په وړاندې په مبارزه کې د اوکراین د ملاتړ لپاره په ګډه کار کوي."

پنټاګون په یوه اعلامیه کې، په دې غونډه کې د هګست د ګډون خبر ورکړی. په اعلامیه کې ویل شوي چې هغه به په اوکراین کې د جګړې لپاره د ډیپلوماټیک حل د موندلو لپاره د ټرمپ پر غوښتنې د ټینګار سربیره، "اوکراین ته د امنیتي مرستو برابرولو په برخه کې د اروپا د ونډې د زیاتوالي اړتیا هم روښانه کړي."

په بروکسیل کې تر غونډې وروسته، هګست پولنډ ته سفر کوي او هلته له مشرانو سره د کتنې برسېره له امریکايي پوځیانو سره ګوري.

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر ویلي چې په جرمني کې د مونیخ کلني امنیتي کنفرانس کې ګډون نه کوي. دا کنفرانس د "نړیوال امنیت د پالیسیو په اړه د نړۍ مخکښ فورم" بلل کیږي او د جمعې په ورځ پیل کیږي.

هګسټ د جمعې په ورځ په پنټاګون کې د دفاعي چارواکو او سرتیرو غونډې ته وویل: "موږ د مونیخ امنیتي کنفرانس ته نه ځو. موږ د دې پرځای پولنډ ته ځو او هلته د سرتیري سره ګورو او موږ جرمني ته ځو چې د اروپا د قوماندانۍ او افریقا د قوماندانۍ څخه لیدنه وکړ... زه د مشرانو د مجللو غونډه پر ځای غوره بولم چې له سرتیرو سره خبرې وکړم. دا زما کار دی."

ټاکل شوې ده چې د مونیخ په غونډه کې د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جې ډي وینس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ګډون ولري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG