ټرمپ د مکسیکو او کاناډا په صادراتو ګمرکي تعرفې د یوې میاشتې لپاره وځنډولې

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دوشنبه فبروري درییمه( سلواغې ۱۵) وروسته تر هغه د کاناډا او مکسیکو په اموالو د ۲۵ په سلو کې ګمرکي تعرفې عملي کیدل د یوې میاشتې لپاره وځنډول چې د دواړو هیوادونو مشرانو سره یې په ټیلیفون کې خبرې وکړلې.

راپورونه وایي چې د کاناډا صدراعظم جسټن ټروډو او د مکسیکو جمهور رئیسې کلایډا شینباوم منلې چې د متحده ایالاتو سره په ګډو پولو کې به د غیر قانوني کډوالو او فنټنایل په نامه د مخدره موادو مخنیوي لپاره به اقدامات کوي.

جمهور رئیس ټرمپ ویلي چې د میرمن شینباوم سره خبرې یې "ډیرې دوستانه" وې او په سمدستي توګه یې په مکسیکو د ګمرکي تعرفې عملي کیدل ځنډولي ځکه چې د مکسیکو مشرې د متحده ایالاتو – مکسیکو جنوبي سرحد ته د ۱۰ زرو سرتیرو استولو ژمنه وکړله چې امریکا ته د فنټنایل مخدره موادو راتګ مخه ونیسي.

د مکسیکو جمهور رئیسې د ټرمپ سره تر خبرو وروسته د اکس په شبکې کې لیکلي چي هیواد به یې خپل شمالي سرحد کې امنیتي چارې لا قوي کاندي تر څو متحده ایالاتو ته د مخدره موادو، په ځانګړي توګه فنټنایل قاچاق کیدو مخه ونیسي.

میرمن شینباوم همدارنګه ویلي چې متحده ایالاتو هم ژمنه کړې چې مکسیکو ته د "لوړ قوت لرونکو" وسلو د قاچاق کیدو مخه ونیسي.

د مکسیکو مشرې وړاندې ویلي چې د ډونالډ ټرمپ سره به د امنیت او سوداګرۍ په هکله خبرو ته ادامه ورکړي.

سره لدې چې جمهور رئیسې کلایډا شینباوم لیکلي چې د ملي ګارډ سرتیري چې د مکسیکو – متحده ایالاتو ګډې پولې ته استول کیږي، د مخدره مواو د قاچاق مخنیوی به وکړي خو د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پخپلې ټولنیزې شبکې، ټروت سوشیل کې لیکلي چې به په ځانګړې توګه د فنټنایل او غیر قانوني کډوالو مخنیوي لپاره وګمارل شي.


د مکسیکو مشرې هم ویلي چې د ټرمپ سره ټیلفوني خبرې یې "ښې وې" او زیاته یې کړه چې سرحد ته به ۱۰ زره افسران واستوي چې شمال سرحد خوندي کړي، د مخدره موادو قاچاق کوونکي به ترهګر وبلل شي، د تورو پیسو سپینولو سره به مبارزه کوي او د فنټنایل په نامه مخدره موادو لپاره به ځانګړی سلاکار وټاکي.

د امریکا جمهور رئیس په اروپایي اتحادیې هم د ګمرکي تعرفي ډیروالي ژمنه کړې او د دې اتحادیې چارواکو ویلي چې قوي ځواب به ورکړي.

ډونالډ ټرمپ ویلي چې په راتلونکو میاشت کې به د مکسیکو سره یو تړون باندې خبرې وکړي چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د خزانې وزیر سکاټ بیسینت او د سوداګرۍ وزیر هاورډ لټنیک به پدې هکله د مکسیکو د جګپوړو چارواکو سره وګوري.

چین چې ټرمپ یې په وارداتو ۱۰ په سلو کې ګمرکي تعرفه لګولې، ویلي چې ددې اقدام په هکله به د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته شیکایت وکړي.

د امریکا مشر ویلي چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به ښایي د چین د چارواکو سره په ټیلیفون کې وغږیږي تر څو د دې هیواد په اموالو ۱۰ فیصده د ګمرکي تعرفي لګیدو مخه ونیول شي.

متحده ایالاتو ته له دریو څخه یوه برخه واردات له همدې دریو واړو هیوادونو څخه راځي او یو شمیر اقتصاد پوهانو خبرداری ورکړی چې دا ګمرکي تعرفې ښایي د ګټې پر ځای تاوان ولري.