د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ، گواښ کړی که د امریکا او مکسیکو ترمنځ په پوله د دیوال جوړولو لپاره پوره بودجه تصویب نشي حکومت به یې د مکسیکو سره د هیواد جنوبي سرحدونه په بشپړه توگه وتړي.
ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ په خپل ټویټر ولیکل، که دموکراتان د مکسیکو سره د سرحدي دیوال لپاره د پام وړ بودجه تصویب نکړي او د هغه په وینا د مهاجرت په هکله خپل "د خندا وړ" سیاست بدل نکړي، حکومت به اړ شي چې د مکسیکو سره پوله وتړي.
We will be forced to close the Southern Border entirely if the Obstructionist Democrats do not give us the money to finish the Wall & also change the ridiculous immigration laws that our Country is saddled with. Hard to believe there was a Congress & President who would approve!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) December 28, 2018
په یو بل ټویټ کې ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ (دسمبر ٢٨) لیکلي چې متحده ایالاتو په تیرو کلونو کې د نفتا (NAFTA) د سوداگریز تړون په خاطر په میلیاردونو ډالر تاوان گاللی دی.
دونالد ټرمپ همداشان گواښ کړی دی چې د گواتیمالا، هندوراس او السلوادور سره به مرستې هم بندې کړي. هغه وایي، دغه هیوادونه د امریکا له پیسو گټه اخلي خو "د امریکا د متحده ایالاتو لپاره یې هیڅ کوم کار ندی کړی".
.....Honduras, Guatemala and El Salvador are doing nothing for the United States but taking our money. Word is that a new Caravan is forming in Honduras and they are doing nothing about it. We will be cutting off all aid to these 3 countries - taking advantage of U.S. for years!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) December 28, 2018
په تیرو ورځو کې د امریکا د فدرالي حکومت ځنې ادارې د بودجې پر سر د سپینې ماڼۍ او کانگرس ترمنځ د جنجال له امله تړل شوي دي.
دا چې سپینې ماڼۍ او د کانگرس دموکرات غړو لاهم د سرحدي دیوال لپاره د بودجې په تصویبولو موافقه نده کړې، تمه ده چې د امریکا د فدرالي دولت د یو شمیر ادارو تړل به د ٢٠١٩ کال د جنورۍ تر درییمې پورې دوام وکړي چې د امریکا نوی کانگرس کار پیل کړي.
د امریکا د فدرالي حکومت د ځنې برخو د تړلو په وجه د دولت د څه دپاسه ٨٠٠ زره مامورینو کار ځنډیدلی او ددغو کارکوونکو څه دپاسه نیمایي برخه مجبور دي چې له معاش پرته خپل کار ته دوام ورکړي.
خو د امریکا د سنا مجلس یوه لایحه تصویب کړې چې ډاډ ورکوي دغه شمیر کارکوونکي به د دولت د بیرته پرانستلو وروسته خپل حقوق ترلاسه کړي.