د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: که دیوال نه وي حکومت نه خلاصوم


د امریکا د متحده ایالاتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د نړۍ په مختلفو سیمو کې له امریکايي ځواکونو سره د کرسمس د مبارکې پرمهال وویل تر هغه چې له مکسیکو سره په سرحد کې د دیوال د جوړیدو لپاره بودیجه ځانګړې نشي، فدرال حکومت به تړلی وي.

ښاغلي ټرمپ وویل:" تاسې ته نشم ویلی چې حکومت به څه وخت بیرته پرانیستل شي، خو دا ویلی شم تر هغه چې دیوال ونلرو حکومت به تړلی پاتې وي. که دوی هر څه ورته وايي خو زه وایم چې دیوال دې جوړ شي. دیوال د هغو کسانو په وړاندې خنډ دی چې زموږ هیواد ته مخدر مواد راوړي."

جمهور رئیس ټرمپ وویل، هغه سل ګونه زره فدرالي کارکوونکي چې د حکومت د بندیدو له امله رخصت شوي دي، هم دیوال غواړي.

ټرمپ وايي دیموکراتان باید د حکومت د بیرته خلاصولو اقدام وکړي خو په کانګرس کې دیموکرات مشران وایي جمهور رئیس ټرمپ هیواد بې نظمه حالت ته رسولی دی.

نن د امریکا د فدرال حکومت د تړل کیدو پنځمه ورځ ده او په نږدې وختونو کې ددې مشکل د هواري نښې نه لیدل کیږي. فدرال حکومت د شنبې له ورځې تړلی دی او ممکن دا حالت نوي کال ته هم وغځیږي.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د خپلو انتخاباتي کمپاینونو له پیل څخه له مکسیکو سره په سرحد کې د دیوال او یا هم موانع د جوړیدو ژمنې کړې خو اوس یې دیموکراتان مخالفت کوي.

د کورني امنیت د وزارت، عدلیې وزارت او کرنې وزارت په ګډون د فدرال پروګرامونو د یو پر څلورمې برخې د بودیجې ضرب العجل د جمعې په ورځ پای ته ورسید.

د فدرال حکومت تړل کیدو، د کرسمس له رخصتیو مخکې د امریکا د ونډو په دریو لویو شاخصونو اغیز کړې وه او د ونډو ارزښت یې راغورځولی وو.

XS
SM
MD
LG