ټرمپ د انتخاباتو نتیجې بدلولو په قضیې کې د قاضي بدلیدل غواړي

ټاکل شوې چې ډونالډ ترمپ د واشنګټن ډي سي همدې محکمې کې د قاضۍ تانیا چټکان تر مشرۍ لاندې محاکمه شي.

د متحده ایالاتو مخکني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یکشنبه اګست شپږمه (زمري ۱۵) ویلي د محکمې څخه به د هغې قاضۍ د بدلولو غوښتنه وکړي چې د انتخاباتو د نتیجې بدلولو په قضیې کې د ټرمپ د جنایي محاکمې مشري کوي.

د دې محاکمې لپاره چې لا یې وروستۍ نیټه نده څرګنده شوې په واشنګټن ډي سي کې د متحده ایالاتو د فدرالي محکمې قاضۍ تانیا چټکان ټاکل شوې چې تور پوستې امریکایۍ ده او پخواني ولسمشر براک اوباما د دې مقام لپاره غوره کړې وه.

خو ډونالډ ټرمپ ادعا کړې دا قاضۍ چې د منصفه هیت لخوا د محکمې مشري کوي، عادلانه محاکمه به ونکړي. ټرمپ همدرانګه ویلي چې د محکمې څخه به وغواړي چې د واشنګټن ډي سي پر ځای دې محاکمه کومې بلې سیمې ته بدله شي.

مخکني جمهور رئیس پخپلې ټولنیزې شبکې Truth Social کې لیکلي چې د قاضۍ تانیا په ګډون ټول پدې پوهیږي چې دا محاکمه به عادلانه نه وي.

هغه لیکلي، " مونږ به په سمدستي توګه د ډیرو قوي دلایلو له مخې د دې قاضۍ لیرې کیدل او د ځای بدلیدو غوښتنه وکړو چې د واشنګټن څخه بهر وي – دلته اکثریت تور پوستان دي او د دموکراتانو پلوي پکې ډیره ده".

سره لدي چي لا معلومه نده آیا محکمه به د ښاغلي ټرمپ دا غوښتنه ومني که نه خو پخپله قاضۍ تانیا چټکان تر دې وړاندې د مخکني جمهور رئیس د حقوقي ډلې څو غوښتنې رد کړیدي.

د ټرمپ ټیم د دې قاضۍ څخه غوښتي و چې د حکومت هغې غوښتنې ته د ځواب ویلو لپاره دې تر پنجشنبې اګست ۱۷ مې مهلت ورکړل شي چې له مخې یې په ښاغلي ټرمپ محدودیت وضع کیږي چې د انتخاباتو نتیجې بدلولو د قضیې اړوند څومره معلومات په عامه توګه شریکولی شي.

خو قاضي تانیا دا غوښتنه رد کړله او پخپل حکم کې یې ویلي چې د دوشنبې اګست ۷مې د ماسپښین تر ۵ بجو پورې باید ځواب ورکړل شي.

دا قاضۍ چې ۶۱ کاله عمر لري د متحده ایالاتو د فدرالي ولسوالیو په محکمو کې د څه باندې لسو قاضیانو څخه یوه ده او د ټرمپ محاکمې ته هم توکلي ګمارل شویده.

دا لومړی ځل ندی چې د ټرمپ په یوې قضیې کې د محکمې مشري دې قاضۍ ته ورکول کیږي. همدې قاضۍ په ۲۰۲۱ کال کې هم د ټرمپ پر ضد حکم صادر کړی او دا خبره یې مشهوره شوې وه چې ویلي یې و، "جمهور رئیس باچایان ندي".

قاضۍ تانیا چټکان همدارنګه د ډونالډ ترمپ هغو پلویانو ته د زیاتې مودې بندي کیدو سزاګانې ورکړي چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري میاشتې په ۶ مې یې د کانګرس په ماڼۍ داسې وخت ورکړ چې د کانګرس غړیو د جمهوري ریاست د انتخاباتو نتیجه تائیدوله.

ټاکل شوې چې ښاغلی ټرمپ د همدې روانې اګست میاشتې په ۲۸ مې یو ځل بیا په واشنګټن ډي سي کې محکمې ته حاضر شي او د محاکمه کیدو نیټه به یې هم د قاضۍ تانیا چټکان لخوا وټاکل شي.