ټرمپ: د اوکراین په اړه د پوتین څرګندونې هیله بخښونکې دي خو بشپړې نه دي

ولسمشر ټرمپ د ناټو له عمومي منشي سره د ملاقات په مهال وویل چې د پوتین څرګندونې هیله بخښوونکې دي، خو بشپړې نه دي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ مارچ ۱۳ (کب۲۳) وویل چې ولسمشر ولادیمیرپوتین د اوکراین د احتمالي اوربند په اړه «ډېرې هیله بخښونکې څرګندونې کړې» خو په خبره یې «بشپړې نه» دي.

ولسمشر ټرمپ له هغه وروسته دا خبره وکړه چې پوتین وویل د ۳۰-ورځني اوربند د نظریې حمایت کوي، خو په اړه یې ځینې جدي پوښتنې لري او غواړي چې له خپل امریکایي سیال سره یې مطرحې کړې.

ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې د ناټو له عمومي منشي مارک روټه سره د ملاقات په وخت کې خبریالانو ته وویل: «هغه ډېرې هیله بخښونکې څرګندونې کړې خو بشپړې نه دي.» ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: «غواړم له هغه سره ووینم او یا ورسره وغږېږم. خو موږ باید ژر تر ژره (د اوربند تړون) تمام کړو.»

د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی سټیف ویتکوف د خبرو لپاره مسکو ته رسېدلی او ټرمپ وویل چې د نهايي تړون په ډېرو جزیاتو بحث شوی او که روسیه د سولې پلان رد کړي، دا به «د نړۍ لپاره ډېره خواشینوونکې شېبه» وي.

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې د اوربند په اړه د ولسمشر پوتین خبرې «ډېرې غولوونکې» دي‌. هغه په خپلې تلویزوني وینا کې وویل: «د اوربند د نظریې په اړه موږ ټولو د روسیې د پوتین د وړاندوینې وړ او غولوونکې څرګندونې واورېدلې.»

زیلینسکي زیاته کړه: «موږ شرایط نه ټاکو چې یو شی هم پیچلی شي. روسیه یې ټاکي.» زیلینسکي ولسمشر پوتین تورن کړ چې ځان چمتو کوي، د سولې وړاندیز رد کړي، خو د هغه په خبره «ډاېرېږي او مخامخ ولسمشر ټرمپ ته نه شي ویلي چې غواړي دا جګړه روانه» وساتي.

د امریکا ولسمشر په خپلو خبرو کې له هر ډول اوربند وروسته د اوږد مهال لپاره د سولې د مذاکراتو په اړه لنډ نظر هم څرګند کړ او دا چې اوکراین به کومې ځمکې روسیې ته پرېږدي.

هغه زیاته کړه: «موږ د اوکراین د ځمکې او ځینو نورو سیمو په هکله چې یا به وساتل شي او یا به له لاسه ورکړل شي، بحث کوو.» ټرمپ زیاته کړه چې په دوی کې «یوه ډېره لویه برېښنايي بټۍ هم شامله» ده، چې څوک به یې ترلاسه کوي.

هغه د کومې بټۍ نوم وانخیست خو په اوکراین کې د «زاپروژیا» اټومي بټۍ شته چې روسیه پرې کنټرول لري او اوس د جګړې په لومړۍ کرښې کې ده. دا په اروپا کې تر ټولو لویه اتومي بټۍ بلل کېږي.

دا پرمختګونه داسې مهال مخې ته راځي چې څو ورځې مخکې په ریاض کې د متحدو ایالتونو او اوکراین د مقاماتو ترمنځ په مذاکراتو کې اوکراین د ۳۰ ورځني اوربند له پلان سره موافقه وکړه.