د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین او روسیې ترمنځ د ۳۰ ورځني اوربند له وړاندیز وروسته د جي۷ هېوادونه غونډه کوي


د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها (ښۍ) د سعودي عربستان په جده کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار مایک والټز سره خبرې کوي.
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر اندري سیبیها (ښۍ) د سعودي عربستان په جده کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو او د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار مایک والټز سره خبرې کوي.

د اوو مخکښو صنعتي هیوادونو (جي۷) د بهرنیو چارو وزیران د چهارشنبې په ورځ، مارچ ۱۲ (کب ۲۲) د کاناډا په کیوبیک کې د څو ورځو خبرو اترو لپاره راټولیږي او د روسیې د درې کلن یرغل په وړاندې د اوکراین د ملاتړ په اړه غونډې هم پکې شاملې دي.

دا خبرې اترې د سعودي عربستان په جده کې د متحده ایالاتو او اوکراین د لوړپوړو چارواکو له کتنې وروسته کیږي. له دغې غونډې وروسته د متحده ایالاتو لخوا د اوکراین سره د استخباراتي معلوماتو شریکولو او امنیتي مرستو بیا پیل کیدو اعلان وشو.

په جده کې د نږدې اتو ساعتونو مذاکراتو وروسته، اوکراین د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روسیې سره په جګړه کې د "سمدستي، لنډمهاله ۳۰ ورځني اوربند" لپاره د متحده ایالاتو د وړاندیز منلو ته چمتو دی. دا وړاندیز اوس د کرملین تصویب ته انتظار باسي.

د جرمني صدراعظم اولاف شولتز د اوربند ددغه وړاندیز هرکلی کړی دی. هغه د چهارشنبې په ورځ په ایکس کې ولیکل چې دا "د اوکراین لپاره د عادلانه سولې په لور یو مهم او سم ګام دی."

شولتز وویل: "موږ د اوکراین او متحده ایالاتو سره ولاړ یو او د جدې څخه د وړاندیز هرکلی کوو... اوس دا په پوتین پورې اړه لري. "

کرملین د امریکا او اوکراین ترمنځ په خبرو کې د اوربند د وړاندیز په اړه سمدستي کومه تبصره نه ده کړې. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت یوازې دا ویلي چې د امریکایي چارواکو سره یې خبرې اترې په روانه اونۍ کې ترسره کیدی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سې شنبې په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل چې اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یو مهم ګام پورته کړی دی.

هغه وویل: "موږ به دا وړاندیز روسیې ته ورسوو او موږ هیله لرو چې هغوی به هو ووایي. هغوی به سولې ته هو ووایي. توپ اوس د هغوی په میدان کې دی."

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار مایک والټز، چې د جدې په خبرو کې په امریکايي پلاوي کې شامل و، وویل چې هغه به "په راتلونکو څو ورځو کې" له خپل روسي سیال سره خبرې وکړي.

بل خوا، ټاکل شوې چې د ناټو عمومي منشي مارک روټه د پنجشنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته سفر وکړي. دا ټولې خبرې اترې د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره د هڅو یوه برخه ده.

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د امریکا او اوکراین په خبرو اترو کې برخه نه ده اخیستې، خو هغه د سې شنبې په ورځ ناوخته وویل چې د اوربند پلان "مثبت وړاندیز" دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG