د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو نوی فرمان لاسلیک کړی چې په اساس یې د امریکا له پوځ څخه د«ترانسجندر مفکوره» اېستل کېږي.
دا اقدام په امریکا کې د همجنسبازانو او ترانسجنسیتي (LGBT) د حقونو د فعالانو لپاره یو لوی ګوزار بلل کېږي.
ټرمپ په میامي کې په یوې غونډې کې وویل: «د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه کړو په نړۍ کې تر ټولو وژونکي جنګي ځواک لرو، د ترانسجندر مفکوره به له خپل پوځ څخه وباسو.»
ولسمشر ټرمپ ژمنه کړې وه، چې په پوځ کې به بیا په ترانسجندر باندې بندیز لګوي. ټرمپ په خپل فرمان کې ادعا کړې ده، چې وسله وال ځواکونه د جندر د بنسټیزې مفکورې تر اغیز لاندې راغلي، چې د دې برخې فعالان خوشحاله کړي او په خبره یې «ډېر روحي او جسمي شرایط د (پوځ) له ورځنیو دندو سره سازګار » نه دي.
د ټرمپ په فرمان کې راغلي دي: «د جنسي هویت منل د ژمنو سرتېرو له جنسیت، د ویاړلي، رښتیني او منظم ژوند له بڼې او ان له شخصي ژوند سره په تضاد کې دي.»
فرمان زیاتوي که یو نر وايي چې ښځه ده او له نورو خلکو یې هم تمه دا وي چې د «دغو درواغو درناوی یې وکړي»، دا د سرتېرو له زغم او فداکارۍ سره اړخ نه لګوي.
ولسمشر ټرمپ وایي چې په پوځ کې د تنوع پروګرامونه «مشرتابه، وړتیا او پیوستون» کمزوري کوي.
ولسمشر ټرمپ نه دي ویلي چې د متحدو ایالتونو په پوځ کې چې اوس کوم ترانسجندر سرتېري دي، له هغوی سره به څه کېږي.
د امریکا د مدني ازادیو د ټولنې غړي جاشوا بلک د ولسمشر ټرمپ د دغه فرمان په اړه ویلي دي: «ولسمشر ټرمپ دا څرګنده کړې وه، چې د هغه د حکومت یو مهم اولویت دا دی، چې ترانسجندر منزوي کړي او له عام ژوند څخه یې وباسي.»
ټرمپ د جنورۍ په ۲۰مه نېټه د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه او دا فرمان یې ټیک په هغه ورځ خپور شوی چې د امریکا د دفاع په وزارت کې نوي وزیر پیټ هګست ته د ښه راغلاست مراسم نیول شوي وو.
د دفاع وزیر په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «ستاسو د رهبریت څخه مننه، ولسمشره. موږ به یې عملي کوو.»
د دیموکرات ګوند د جمهوري ریاست په دوره کې ترانسجندر ته اجازه وه، چې په علني ډول په پوځ کې خدمت وکړي، په دوی باندې په پوځ کې په ۲۰۱۶ کال کې د بارک اوباما په دوره کې بندیز لېرې شو.
ولسمشر ټرمپ د لوړې په مراسمو کې په خپلې وینا کې هم دا خبره وکړه چې هغه یوازې دوه جنسیتونه (نر او ښځه) مني.
دا مطلب د فرانس پرس او رویټرز خبري اژانسونو د معلوماتو په اساس لیکل شوی.