ټرمپ په محکمه کې د محرمو اسنادو په تړاو پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل

د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ جون ۱۳ (غبرګولي ۲۳) د ملي امنیت د محرمو اسنادو د ناوړه استفادې په تور محکمې ته له حاضرېدو وروسته پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل.

دا د ټرمپ په اړه د جنايي تحقیقاتو وروستۍ لړۍ ده چې سپینې مانۍ ته د هغه ستنېدل ګواښي. نوموړي د امریکا د راتلونکي کال د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان کاندید کړی دی.

د فلوریډا د میامي ښار په فدرالي محکمې کې د ټرمپ له حاضرېدو وړاندې کلک امنیتي ترتیبات نیول شوي وو.

پنځه ورځې وړاندې په میامي کې یو منصفه هیات پر ټرمپ باندې د ولسمشرۍ د دورې له بشپړېدو وروسته "له ځان سره د محرمو اسنادو د قصدي ساتلو" په تړاو ۳۷ جنایي تورونه ولګول او نوموړی یې محکمې ته وغوښت. دا هر تور که ثابت شي، تر ۱۰ کلونو پورې د بند سزا لري.

دا مطلب هم ولولئ ټرمپ د محرمو اسنادو په قضیې کې رسماً تورن شو

ټرمپ پر ځان لګېدلي دا تورونه بې اساسه او "تشه پلمه" بللې ده. هغه د "ټروت سوشل" ټولنیزې رسنۍ کې لیکلي: "دا زموږ د هیواد په تاریخ کې یوه له غمجنوونکو ورځو څخه ده. موږ د زوال په حال کې یو ملت یو."

د میامي په فدرالي محکمه کې د ټرمپ د محاکمې پر وخت د هغه په لسګونو پلویان د اعتراض په ډول د محکمې مخې ته راټول شوي وو.

د محکمې یوې سرچینې فرانس پرس ته ویلي، ټرمپ به د نورو تورنو کسانو په څېر محاکمه شي. د هغه د ګوتو نښې به په ډیجیټل ډول اخیستل کیږي او د هغه عکس به د محکمې په اسنادو کې اضافه شي خو په عام ډول به نه خپریږي.

ټاکل شوې ده چې نوموړی له محاکمې وروسته د نیوجرسي بډمنیسټر ښار ته پرواز وکړي او هلته د خپلو پلویانو یوې غونډې ته د خپلې "بې ګناهۍ" په اړه وینا وکړي.