دونالډ ټرمپ ځان محکمې ته وسپاره او ۳۴ مورده تورونه یې رد کړل

دونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ نن سه شنبه اپریل څلورمه (وري۱۵) په نیویارک کې ځان محکمې ته وسپاره.

نوموړي د ستورمي دانیلز په نامه د لوڅو فلمونو ستوري ته حق السکوت د ورکړي په خاطر د ۱۳۰ زره ډالرو د ورکولو په تړاو ۳۴ مورده تورونه رد کړل.

ټرمپ چې کله ځان محکمې ته سپاره د نیویارک په ښار کې کلک امنیتي تدابېر نیول شوي وو. هغه له یو ډول تاریخي جنايي تورنو سره مخامخ دی.

ټرمپ تېره ورځ له فلورېډا ایالت څخه د نیویارک ښار ته راغی او دلته یې په خپلې ودانۍ کې شپه وکړه.

په محکمه کې له حاضریدو سره سم له ښاغلي ټرمپ څخه د نورو تورنو کسانو په شان د ګوتو نښان واخیستل شو ، خو دا چې نوموړی د امریکا پخوانی ولسمشر وو په لاسونو کې یې ولچک وانه چول شو.

فرانس پرس وايي هغه چې له خپلې ودانۍ څخه محکمې ته روانېده، په خپلې ټولنیزې رسنۍ «ټولنیز حقیقت» کې یې ولیکل:‌ «دا بیخي رښتینی ښکاري—واو، هغوی به ما ونیسي. زما باور نه کېږي چې دا کار په امریکا کې کېږي.»

په ټرمپ تور دی چې د ۲۰۱۶ د ولسمشریزو ټاکنو د انتخاباتو په درشل کې یې د لوڅو فلمونو یوې کارکوونکې سټورمي ډانیلز ته پېسې ورکړې چې له هغه سره یې د جنسي‌ رابطې کېسه رسوا نکړي. خو ټرمپ‌ دا تورونه په کلکه رد کړي. اوس چې هغه ځان محکمې ته وسپاره، پرې لګول کېدونکي تورونه به په رسمي ډول ښکاره شي.

ټرمپ د محاکمې له پیل مخکې ددې قضیې په څارنوال الوین براګ نیوکه وکړه او دا یې د ځان په وړاندې سیاسي دسیسه وبلل. ترمپ‌ همدارنګه د قضیې پر قاضي نیوکه کړې او ویلي دي چې دی یې نه خوښیږي.

دا دقیقاً هماغه قاضي دی چې د روان کال په لومړیو کې یې په یوه بله قضیه کې د ټرمپ بنسټ د مالیاتي تخلفاتو له امله ۱.۶ میلیونه ډالره جریمه کړی وو.

د ټرمپ مدافع وکیلانو تر دې وړاندې ویلي دي چې موکل به یې د بربنډو فلمونو یوې مشهورې څیرې ته د ۱۳۰ زره ډالرو ناقانونه پیسو د ورکولو په تړاو مجرم ونه پيژندل شي.