سعودي دې سمدستي یمن ته د مرستو د انتقال اجازه ورکړي-ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ د سعودي عربستان د حکومت نه وغوښتل چې په یمن کې په تشدد کې نښتو ملکیانو ته د بشري مرستو د رسیدو اجازه ورکړي.

د یمن خلک چې د څو کلونو جگړې ځبلې دي، د وروستیو څو میاشتو نه د سخت قحطۍ او ناروغیو سره مخ دي. دغه خلک د خوراکي شیانو سره سره دوا درمل ته هم ضرورت لري.

ولسمشر ټرمپ امریکایي چارواکو ته امر کړیدی چې د سعودي نه وغواړي چې سمدستي یمن ته د مرستو د لیږد اجازه ورکړي.

ټرمپ په یوې اعلامیې کې لیکلي دي چې دا کار دې سمدستي د بشریت په خاطر وشي. د یمن خلک خوراکي موادو او درملو ته سخت ضرورت لري.

په یمن کې د سعودي په مشرۍ ایتلافي ځواکونه د حوثي یاغیانو سره جنگیږي.

سعودي تیره میاشت د یمن په ټولو بندرونو د تگ راتگ بندیز ولگاوه او تر اوسه پورې دغه لارې بندي دي. سعودي دغه کار د هغې نه وروسته وکړ چې حوثي یاغیانو د ریاض په هوایي ډگر یو توغندی وار کړ.