د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن پخوانی ولسمشرصالح ووژل شو


د یمن پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح د هغې نه وروسته وژل شوی چې په کورنۍ جگړې کې یې د حوثي ډلې پلوي پریښوده او د سنیانو سره یو ځاې شو.

پخوانی ولسمشر صالح د دوشنبې په ورځ د سړک د غاړې په یوې بمي چاودنې کې ووژل شو.

د چارو کارپوهان وایي چې د علي صالح وژنه به د حوثي یاغیانو مورال لوړ کړي او دا به د سني ملیشو په تاوان تمامه شي. سنیان کوښښ کوي چې د ولسمشر عبدالرب منصور هادي حکومت چې په نړیواله کچه پیژندل شویدی، قوي کړي.

د علي صالح د وژل کیدو سره هغه هیلې هم ختمې شوې چې د هغه د سنیانو په ډلې کې د شاملیدو نه وروسته پیدا شوي وې. داسې گمان کیده چې علي صالح به د دواړو خواوو ترمنځ د روغې جوړې په برخه کې مهم رول لوبولې و. د یمن په کورنۍ جگړې کې په ملینونه ملکیان ځبل شویدي او ماشومان د قحطې سره مخ دي.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلافي ځواکونه چې د حوثي یاغیانو سره جنگیږي، یا خو به د هغوي په ضد عملیات لا پراخ کړی او یا به د حوثیانو نه وغواړي چې خبرې ورسره وکړي.

XS
SM
MD
LG