ټرمپ د یمن د جګړې په ارتباط د کانګرس پریکړه لیک ویتو کړ

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په یمن کې د سعودي په رهبرۍ د جنګي ائتلاف څخه د وتلو هغه مصوبه رد”ویتو“ کړه چې د امریکا کانګرس وړاندې تصویب کړې وه.

دونالډ ټرمپ د سې شنبې په شپه (اپریل ۱۶مه) د خپلې پریکړې په اړه داسې ولیکل "دغه پریکړه لیک د ولسمشر قانوني اختیاراتو د کمولو یو غیر ضروري او خطرناکه هڅه ده او د امریکايي نظامیانو ژوند نن او په راتلونکي کې له خطر سره مخ کوي. "

د امریکا د کانګرس دواړو مجلسونو داسې یوه لایجه تصویب کړه چې له مخې باید امریکا د یمن په جګړه کې د سعودي عربستان په مشرۍ له عرب ائتلاف څخه ملاتړ بند کړی وای.

دغې لایجې ته د امریکا د استازو په مجلس کې چې ډیری غړي یې دموکراتان دي ۲۴۷ د تائید او ۱۷۵ د رد رایې ورکړل شوې وې.

د امریکا د قوانینو په اساس، د کانګرس مصوبې تر هغه په قانون نه شي بدلیدای څو چې ولسمشر نه وي توشیح کړي. د هرې طرحې د تصویب وروسته ولسمشر حق لري چې په راتلونکو لسو ورځو کې یې توشیح او یا هم ویتو کړي.

ولسمشر یواځې په هغه حالت کې یوه مصوبه نه شي ویتو کولی کله چې د استازو د مجلس دوه په درې برخه یې تائید کړي.

دا دوهم ځل دی چې ولسمشر ټرمپ یوه مصوبه ویتو کوي. تر دې وړاندې هغه یوه میاشت مخکې د کانګرس هغه مصوبه رد کړه چې په کې د امریکا په جنوبي پوله د بیړني حالت د لغو کیدلو غوښتنه شوې وه.

تر ټرمپ وړاندې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو ویلي و چې په یمن کې د سعودي په مشرۍ جګړې څخه خپل ملاتړ بیرته اخیستل به د ایران اسلامي جمهورت لپاره یوه ډالۍ وي.

په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ جګړه پنځه کلنه شوه. ایران د حوثیانو جنګیالیو ملاتړ کوي او سعودي عربستان چې ورسره د سیمې هیوادونه او امریکا ولاړ دي د یمن د مرکزي دولت په رسمیت پیژني او ورسره مرسته کوي.

ملګرو ملتونو د یمن روانه جګړه د نړۍ تر ټولو ستره انساني فاجعه بللې او له ښکیلو غاړو یې په وار وار غوښتي چې جګړې ته د پاې ټکی کیږدي.