اردوغان:د کابل هوايي ډګر د امنیت په کاري ‌دایرې امریکا سره موافقه وشوه

ترکیې ژمنه کړې وه چې د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر امنیت وساتي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان وایي د امریکا د متحدو ایالاتو سره د کابل د هوایي ډګر د امنیت د کاري ساحې په څرنګوالي موافقې ته رسیدلي دي.

ښاغلي اردوغان ویلي چې د ترکیې او امریکا د دفاع وزیرانو تیره ورځ پدې هکله په ټیلیفون خبرې کړي.

ارودغان ویلي، "د ناټو او امریکا سره د ماموریت په کاري ساحې خبرې وشوې. پدې خبرې وشوې چې مونږ څه منو او څه نه منو."
ترکیي ژمنه کړې وه چې د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د کابل د هوایي ډګر امنیت ساتي.

د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوغان تیره میاشت په بلجیم کې د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن سره هم پدې هکله د ناټو د غړیو هیوادونو د مشرانو د عمومي غونډې په یوې فرعې غونډې کې خبرې کړې وې.

واشنګټن د دې ملاقات نه وروسته د حامد کرزي د نړیوال هوایي ډګر د امنیت د ساتلو لپاره د ترکیې د "ښکاره ژمنې" ستاینه کړې وه.

د کابل نړیوال هوایي ډګر د لویدیځو هیوادونو د دپلوماتانو او خیریه مؤسسو د کارکوونکو لپاره د وتلو مهمه لار ده.

اندیښنه دا ده چې د افغانستان نه د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته به ښایي دا ډګر د طالبانو لاسته ورشي.

د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن د پریکړې له مخې ټاکل شوې وه چې ټول بهرني ځواکونه د افغانستان نه د سپټمبر د میاشتې تر ۱۱ مې د افغانستان نه ووځي خو ښاغلي بایډن تیره ورځ اعلان وکړ چې د امریکایي ځواکونو وتل به د اګست د میاشتې تر ۳۱ مې بشپړ شي.