ترکیې د کردستان د کارګرانو ګوند ۱۲۶ مشکوک ملاتړي نیولي

ترکیې د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوایي ۵) ۱۲۶ کرد پلوه فعالان، خبریالان او وکیلان په داسې حال کې ونیول چی په راتلونکو دریو اونیو کې پدې هیواد کې د جمهوري ریاست ټاکنې کیږي او ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوه لسیزو واکمنۍ وروسته غواړي د یوې بلې دورې لپاره هم ولسمشر شي.

پولیسو وویل چې د دوی د "ترهګرۍ ضد" عملیات د کردانو د غیر رسمي پلازمینې دیاربکر په ګډون په د ترکیې په ۲۱ ولایتونو کې ترکیه کې ترسره شول.

دولتي رسنۍ وايي، پولیسو هغه کسان نیولي چې د کردستان د کارګرانو ګوند (PKK) ته د پیسو په ټولولو او یا دې ناقانونه ګوند ته د نویو غړو په جذبولو تورن دي.

د کردستان د کارګرانو ګوند چې د ترکیې په سویل ختیځ کې د پراخ حاکمیت لپاره د څو لسیزو راهیسې مبارزه کوي د انقرې او د هغې د لویدیځو متحدینو لخوا د یو ترهګر سازمان په توګه پیژندل کیږي او فعالیت یې منع شوی دی.

دولتي رسنیو ویلي چې په نیول شویو کسانو کې هغه کسان هم شامل دي چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې یې لارو کوڅو ته شاوخوا ۶۰ لاریونونه هڅولي دي.

په دې عملیاتو کې هغه شکمن کسان هم شامل وو چې د هغو ښارلیو څخه یې چې د کرد پلوه خلکو دیموکراتیک ګوند (HDP) لخوا یې مشري کیدله د کردستان د کارګرانو ګوند ته پیسې لیږدولې.

د دیاربکر بار، انجمن ویلي چې د توقیف شویو شمیر ښایي تر ۱۵۰ کسانو پورې وي. په دې کې شل وکیلان او درې د تیاتر لوبغاړي هم شامل دي.

بې سرحده خبريالان وايي، ۱۱ خبريالان چې له کرد پلوه رسنيو سره يې کار کاوه، هم نيول شوي دي.

داسې انګیرل کیږي چې دا عملیات تر ټولو لوی دي ځکه چې په ۲۰۲۰ کې په ورته عملیاتو کې ۱۰۸ شکمن کسان نیول شوي وو.