ترکیې د داعش ۳۲ شکمن غړي پر کلیساګانو د برید د پلان جوړولو په تور نیولي

ترکیې کې د داعش سره د تړاو په شک په نیول شویو کسانو کې درې تنه ددغې ډلې لوړ پوړي غړي بلل شوي دي.

د ترکیې امنیتي ځواکونه وايي، د اسلامي دولت (داعش) سره د تړاو په شک یې ۳۲ کسان نیولي دي. پر نیول شویو کسانو تور دی چې په کلیساګانو او نورو عبادتځایونو او همدارنګه د عراق پر سفارت یې د بریدونو پلانونه جوړول.

یوې سرچینې د جمعې په ورځ دسمبر ۲۹ (مرغومي ۸) فرانس پرس ته وویل، د ترکیې استخباراتي سازمان او پولیسو د جمعې په سهار د استانبول او پلازمینې انقرې په ګډون په نهو ښارونو کې د داعش ډلې پر ضد د لټون عملیات ترسره کړل.

درې تنه نیول شوي شکمن کسان د داعش لوړ پوړي غړي بلل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې د دې عملیاتو په نتیجه کې، په ترکیه کې پر عبادتخانواو په انقره کې د عراق پر سفارت د بریدونو پلانونه شنډ شوي دي.

ترکیې په وروستیو میاشتو کې د داعش پر ضد عملیات زیات کړي دي.

تېره اوونۍ د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وویل، پولیسو په ۳۲ ښارونو کې له داعش سره تړاو لرونکي ۳۰۴ شکمن کسان نیولي دي.

د داعش اورپکو د ترکیې په خاوره کې یو لړ بریدونه کړي دي. په ۲۰۱۷ کال کې د استانبول په یوه نڅاخونه کې په برید کې ۳۹ کسان وژل شوي وو.