ترکیه او اسرائیل غواړي بیرته خپلې اړیکې عادي کړي

ترکیه او اسرائیل چې د فلسطین د مسئلې پرسر ژور اختلاف لري، د ایران اټومي پروګرام او په انرژۍ پورې تړلې مسئلې یې د اړیکو د بیرته عادي کېدو لامل ګڼل کیږي.

د ډیرو کلونو لپاره د اړیکو تر خرابیدو وروسته، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل اسرائیلي سیال ته بلنه ورکړې چې له ترکیې څخه لیدنه وکړي. د څیړونکو په باور دغه ګام د مشترکو منافعو، په ځانګړې توګه د ایران د اټومي پروګرام او د روسیې او ایران څخه د تیلو او غازو د وارداتو په تامینولو پورې اړه لري.

د اسرائیلو او ترکیې ترمنځ د تیرې یوې لسیزې د خرابو اړیکو تاثیر تر ټولو په ښه ډول د ترکیې د یهودانو په ټولنه کې محسوسیدای شي.

د حکومت پلوه رسنیو له خوا پرله پسې په یهودانو باندې د دسیسو تورونه پورې کیږي او له همدې امله زرګونه ترک یهودان اسرائیلو او یا د اروپا نورو هیوادونو ته کوچیدلي دي.

خو د څیړونکو په باور د ولسمشر اردوغان له خوا خپل اسرائیلي سیال اسحاق هرزوګ ته بلنه ورکول داښيي چې ترکیه هڅه کوي له منطقوي انزوا څخه ځان وباسي او ښايي له اسرائیلو سره د اړیکو یو نوی پړاو پیل کړي.

په استانبول کې د قادرهاس پوهنتون استاد سولي اوزل وویل: "خبره دا ده چې ترکیه یوازې ژوند نه شي کولی، چې د خپلو ټولو ګاونډیانو سره خرابې اړیکې ولري. پرته له شک څخه چې ترکیه د اړیکو رغولو ته ډیره لیوالتیا لري، او زما لپاره جالبه دا ده چې اسرائیلو هم بې قید و شرط ددې بلنې هرکلی کړی دی."

ترکیې په ۲۰۱۸ کال کې د امریکا له خوا د اسرائیلو د پلازمینې په توګه بیت المقدس پرپیژندلو احتجاج وکړ. د اسرائیلو څخه یې خپل سفیر بیرته وغوښت او د اسرائیلو استازی یې له ترکیې وشاړه.

ترکیه د فلسطینیانو ملاتړې ده او د اسرائیلو سره یې د جنجال یوه ستره موضوع په استانبول کې د حماس د غړو موجودیت دی. ‌

اوس څیړونکې وایي چې ترکیې د اسرائیلو د اندیښنو د لرې کولو لپاره د ګامونو اخیستل پیل کړي دي.

د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو د شوراغړې اصلي ایدینتاس وايي‌ "د څو میاشتو، بلکې زه به ووایم چې تر یو کال زیات مذاکرات وشول، او په پایله کې ترکیې د حماس د وسله والې ډلې فعالیتونه محدود کړي دي."

له بلې خوا د اسرائیلو په څیر ترکیه هم اندیښنه لري چې د ایران اټومي پروګرام، اټومي وسلې جوړولی شي او همدغه اندیښنه د دواړو هیوادونو تر ټولو ستر مشترک ټکی دی.

د اسرائیلو د ملی امنیت د مطالعاتو د مرکز غړې ګالیا لیندنستراس په دې هکله وویل: "هو، بلکل ترکیه هم په اتومي وسلو سمبال ایران نه غواړي، خو ایران ترکیې ته دومره خطر نه دی چې هغه به د ځمکې له سره محوه کړي، څومره چې اسرائیلو ته ستر ګواښ دی. خو د ترکیې سره د اړیکو د نرموالي ګټه به دا وي چې اسرائیل به په نورو ګواښونو په ښه توګه تمرکز وکولی شي."

اردوغان د اسرائیلو سره د ښو اړیکو د لیوالتیا یو بل علت هم لري. په اسرائیلو کې د غازو معدنونه موندل شوې دي او ترکیه وارداتي غازو او تیلو ته اړتیا لري.

د لندن انرژي کلب څخه څېړونکی مهمت اوګوتکو وايي : " ترکیه غازو ته اړتیا لري، او فکر کوم په اسرائیلو کې د لاویتیان د غازو معدن د هغوی دغه اړتیا پوره کولی شي. له دې سره به اړیکې هم ښې شي او په منځني ختیځ کې د ترکیې یوازیتوب هم منځه ولاړ شي."

که څه هم د ترکیې او اسرائیلو ترمنځ سیاسې اړیکې له ډیرو کلونو راهیسې ترینګلې دي، خو د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه په بې ساري ډول ښه شوې ده او څیړونکې په دې باور دي چې همدا ډول واقعبینانه تګلاره د اړیکو له عادي کېدو سره مرسته کولی شي.